د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ځانمرکي برید اوه امنیتي کارکوونکي وژلي


د جلال اباد د برید مسولیت د داعش ډلې په غاره اخیستی دی.
د جلال اباد د برید مسولیت د داعش ډلې په غاره اخیستی دی.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ سره نږدې د ځانمرګو بریدګرو برید د دریو بریدګرو د وژل کیدو وروسته نن شاخوا دولس بجې پای ته ورسید.

د ننګرهار د پولیسو قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد د پیښې وروسته خبریالانو ته وویل چې د برید کوونکو د برید هدف د پاکستان قونسګري وه.

هغه وویل چې بریدګرو پر دولتي میلمستون باندې د برید له لارې غوښتل د پاکستان په قونسلګرۍ برید وکړي چې هدف ته له رسیدو دمخه د افغان امنیتي ځواکونو سره په جگړه کې ووژل شول.

خو په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې بریدګر د ننګرهار د والي د مرستیال محمد حنیف ګردیوال کور ته ننوتي وو او له هغه ځایه یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې د ښاغلي ګردیوال د کورنۍ غړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

جنرال شیرزاد وویل چې په دغه برید کې دریو بریدګرو ونډه لرله چې افغان امنیتي ځواکونو سره له دوه ساعته جګړې وروسته ټول ووژل شول.

هغه وویل چې په دغه برید کې اوه افغان امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو قوماندان وویل چې په دغه برید کې په لسو ټپیانو کې اوه یې امنیتي کارکوونکي او درې یې ملکي وګړي دي.

د ننګرهار په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې لومړي بریدګر نن سهار په اتو بجو او ۵۰ دقیقو د جلال اباد په ښار کې د پاکستان قونسګرۍ سره نږدې د پولیسو یو رنجر موټر مخې ته ځان والوزه چې له امله یې دوه پولیس ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لومړي برید وروسته دوه بریګر د برید له ځای سره نږدې یو خالي میلمستون ته ننوتل او له هغه ځایه یې له امنیتي ساتونکو سره جکړه پیل کړه.

په کابل کې دیپلوماتیکو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ دیپلوماتانو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ددې برید مسولیت د داعش ډلې په غاره اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG