د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ملي اردو په یو مرکز ځانمرګو ډله ایز برید کړی


امنیتي چارواکي وایي د برید هدف د مخالفانو پرمخ د کندهار ښارته د ارغنداب لارې پرانستل وو
امنیتي چارواکي وایي د برید هدف د مخالفانو پرمخ د کندهار ښارته د ارغنداب لارې پرانستل وو

د کندهار په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي نن سهار اوه بجې ددغه ولایت د ارغنداب د ولسوالۍ مرکز سره نږدې د ملي اردو په یوه مرکز په یو ډله ایز برید کې پنځه ځانمرګي بریدکوونکي او د ملي اردو یو سرتیری وژل شوي اود ملي اردو څلورنور سرتیري ټپیان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړي لوا قوماندان جنرال تیمورشاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ددغه برید په سرکې لومړی یو ځانمرګي بریدکوونکي د ارغنداب ولسوالۍ مرکز سره د ملي اردو د یو مرکز مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک ټونس موټر ته چاودنه ورکړه چې له امله یې دغه بریدکوونکی او د ملي اردو یو سرتیری ووژل شول.

جنرال تیمورشاه وویل چې د ټونس موتر د چاودني وروسته څلورو نورو بریدکوونکي دغه مرکز ته د ننوتلو هڅې پیل کړې چې د ملي اردو د سرتیرو په متقابله ډزو کې څلور پاتې بریدکوونکي ووژل شول.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړي لوا قوماندان وویل په دغه برید کې د ملي اردو څلور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

جنرال تیمورشاه وویل " د بریدکوونکو هدف د ملي اردو د پوستې له منځه وړل وو او غوښتل یې چې نورو مخالفو وسله والو ته د ارغنداب له لارې کندهار ښار ته د ننوتلو لاره پرانیځي ".

مخالفو وسله والو تراوسه ددغه برید په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ مرکز د کندهار په شمال لس کیلو مترۍ کې موقعیت لري چې نه یوازې د کندهار شمالي ولسوالۍ د ولایت د مرکز سره نښلوي بلکې د کندهار اروزګان لویه لاره هم د همدې ولسوالۍ څخه تیریږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG