د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کې د وسله والو ډله ایز برید پای ته ورسید


سپین بولدک د کندهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره ګډه پوله لري.
سپین بولدک د کندهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره ګډه پوله لري.

د کندهار چارواکي وایي چې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو نن له غرمې وروسته شاوخوا په ۱:۳۰ بجو د کندهار ولایت د سپین بولدک د والسوالۍ د سرحدي پولیسو په څلورم کنډک ځانمرګی ډله ایز برید تر سره کړ.

د کندهار د امینې قوماندانۍ ویاند ضیا دوراني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لومړی یو ځانمرکي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د سرحدي پولیسو د څلورم کنډک دروازې مخې ته وچول او وروسته نور څلور بریدګر دغه نظامي مرکز ته ور دننه شول او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.

د ښاغلي دوراني په وینا، پدغه نیم ساعته نښته کې دوه تنو بریدګرو ځانونه په چاودیدونکو توکو وچول او درې تنه نور د افغان امینتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

هغه وویل، پدغه کې برید کې درې تنه سرحدي پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند وویل، چې اوس مهال په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري.

هغه دا هم وویل، چې په دغه نښته عامو خلکو ته زیان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان په سویل کې کندهار یو له هغو نا ارامو ولایتونو څخه دی چې د وسله والو طالبانو حضور پکې زیات تر سترګو کیږي. یو میاشت وړاندې هم د کندهار په هوایې ډګر د وسله والو مخالفینو له لوري ځانمرګي او ډله ایز بریدونه وشول، چې دوه ورځې یې دوام وکړ او پکې ۱۴ تنه بریدګر وژل شوي وو.

سپین بولدک د کندهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره ګډه پوله لري.

د امینې قوماندان جنرال عبدالرراق رسنیو ته ویلي دي، چې د افغان امینتي ځواکونو په عملیاتو کې وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي او په تېره یوه اونۍ کې په میوند،غورک او خاکریز والسوالیو کې ۳۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG