د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د سرخرود پر قوماندانۍ د موټر بم برید شوی


د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې د سرخرود په امنیه قوماندانۍ په دې برید کې یو جومات هم زیانم شوی دی
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې د سرخرود په امنیه قوماندانۍ په دې برید کې یو جومات هم زیانم شوی دی

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مخې ته له "مازدا" موټر څخه په ګټې اخیستنې شوي ځانمرګی برید کې ۲۲ کسان ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې اوه پولیس هم شامل دي. دا چاودنه نن سهار څه دپاسه شپږ بجې شوې ده.

د ننګرهار والي سلیم کندزي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه پېښه کې نهه کسان زخیمان شوي،چې اوه یې پولیس دي.

خو ددغه ولایت دعامې روغتیا ادارې ویلي،چې مرکزي روغتون ته یې دولس زخمیان ور وړل شوي،چې حالت یې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی .

چاودنه د قوماندانۍ مخې ته په هغه سرک شوې، چې ګڼې هټۍ پکې موجودې دي.

د چاودنې په ځای کې لسګونه دکانونه هم شته، چې ډېر یې نړېدلي یا یې هم زیان لیدلی دی.

د پېښې یو عیني شاهد ابراهیم امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه دومره زور وره وه چې په پنځه کیلومترۍ کې یې هم دکورنو شیشې ماتې کړي دي.

په دغه ځانمرګي موټر بم برید کې ولسوالۍ ته څېرمه یو جومات هم زیانمن شوی دی.

تر اوسه ددغه چاودنې مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په تېرو څو میاشتو کې دخپل ډول لومړنی موټر بم برید دی، چې په ننګرهار ولایت کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG