د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل په ننني ځانمرګي برید کې تر۷۳ تنو ټپیان شوي


طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې په برید کې یې د چاودیدونکو توکو ډک مزدا موټر نه کار خیستی دی.
طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې په برید کې یې د چاودیدونکو توکو ډک مزدا موټر نه کار خیستی دی.

د زابل ولایت د ولایتي شورا چارواکي وایي چې ددغې شورا په ودانۍ په ننني ځانمرګي برید کې د اولس ښځو په ګډون درې اویا تنه چې اکثریت یې د سیمې ملکي اوسیدونکي دي ټپیان شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطا جان حق بیان امریکا غږ ته وویل چې نن سهار په یوولسو بجو یو ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر ته د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته چاودنه ورکړه چې له امله یې یوازې برید کونکی وژل شوی دی.

حق بیان وویل چې په ټپیانو کې د ولایتي شورا د دوه ښځینه استازو په ګډون اولس ښځې چې د زابل ولایت د ښځو چارو په ریاست کې یې کار کوه هم ټپیانې شوي دي.

هغه وویل چې د ولایتي شورا دوه ښځینه غړې سرسري ټپیانې شوي دي.

د زابل په روغتون کې ډاکټران وایي چې ددغه برید له ځایه یې اویا ټپیان دغه روغتون ته وروړي دي چې د پنځو تنو روغتیایي وضیعت د اندیښنې وړ دی.

ښاغلي حق بیان وویل " په ټپیانو کې اکثریت یې عام خلک دي چې د ولایتي شورا د غړو سره د خپلو ستونزو د مطرح کولو لپاره نن د شورا مرکز ته راغلي وو ".

حق بیان وویل چې ددې لپاره چې د هرې دوشنبې په ورځ د زابل ولایتي شورا غړي د شورا په مرکز کې د خلکو سره د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره غونډې کوي نو ځکه د برید په وخت په ودانۍ کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه او په ټپیانو کې هم اکثره یې همدا کسان دي چې له نورو سیمو ولایتي شورا مرکز ته راغلي وو.

طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې په برید کې یې د چاودیدونکو توکو ډک مزدا موټر نه کار خیستی دی.

د بلې خوا د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې څلورو سیمه ایزو پولیسو خپل درې ملګري پولیس وژلي او د پیښې وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي او تښتیدلي پولیس د یوې کورنۍ غړي دي چې کومه مسله د لانجې وروسته یې شخړه په وسله واله نښته بدله شوې ده.

خو خپلواک وویل چې تښتیدلو پولیسو د وژل شوو پولیسو وسلې له ځان سره نه دي وړي.

د کندهار ولایت د والي ویاند وایي د پیښې په اړه پلټنه کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG