د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالت د چهارسدې په ښار کې د باچاخان په پوهنتون په خونړۍ برید کې ۲۱ کسه ووژل شول او تر څلویښتو ډیر نور ټپیان شول. د راپورونو له مخې په پیښه څلور بریدکوونکي هم وژل شوي دي.
د پاکستان د طالبانو د تحریک یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې برید د دې ډلې جنګیالیو ترسره کړ. طالبانو نده څرګنده کړې چې ولې یې پر دې پوهنتون او پکښې پر ملکي محصلینو او ښوونکو برید کړی و.
له برید وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیر، راحیل شریف، له سیمې لیدنه وکړه. پاکستاني پوځ د ۲۰۱۴ کال د ډسامبر په میاشت کې د پیښور پر یوه پوځي ښوونځي د طالبانو له مرګوني برید وروسته، په شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. د پوځ چارواکو تیرکال ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو ډله یې تار و مار کړې ده.
د افغانستان په ګډون د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مشرانو د باچاخان پر پوهنتون برید غندلی دی.
له برید وروسته د پیښې د ځاې عکسونه دلته وګورئ: