د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د فوټبال سیالی او امنیتي اندېښنې


په امریکا کې د فوټبال سیالی او امنیتي اندېښنې
په امریکا کې د فوټبال سیالی او امنیتي اندېښنې

په داسې حال کې چې نندارچیانو او د نړیوالې میډیا استازو د امریکا د فټبال د ملي اتحادیې د قهرمانۍ لوبۍ لیدلو ته چې په دلاس کې ترسره کیږي مخه کړې ده، فدرالي مقاماتو د ترهگریزو بریدونو په وړاندې جدي تدابیر نیولي دي.

د سوپر بال په نامه د امریکایي فټبال د قهرمانۍ پنځه څلویښتمه لوبه نن په داسې حال کې ترسره کیږي چې د یوې اونۍ راهسې په دلاس کې پر سړې هوا باندې خبرې کیږي.

دا جوي حالات د امریکا د سترې ورزشي پیښې لپاره مناسب نه گڼل کیږي. خو راجر گوډیل د چارو سمبالونکي د هغو تدابریو په وجه چې د لوبې دمخه یې ددې سختې هوا په وړاندې نیولي، ستایي.

(.. زما په انند ډیره مهمه خبره داده چې مونږ باید د هر څه په وړاندې تیار اوسو. او که څه پیښ شوی وای نو شمالي تکساس ورته تیار و.)

خو د سختې سړې هوا او د هغه د دوام په وړاندې نندارچینان هیڅ شئ نه شي کولای. دې هوا د پلان شوو مراسمو څخه نیولې تر میلمستیاو پورې په ټولو شیانو اثر کړی، او په سیمه کې یې ترافیکي چلند ډیر ورو کړی دی. خو یو شئ چې اثر یې پرې نه دی کړی هغه امنیتي چارې دي.

(.. زمونږ د څارنې سیستم روان دی. هغوی د تیرې دوشنبې راهیسې په عملیاتو بوخت دي. نو مونږ اوس هم هغه څه چې ددې فصل لپاره لازمي دي ترسره کوو.)

د امریکا د گمرکونو او سرحدونو د ساتنې لپاره د عملیاتو د مدیر په توگه د جفري بالډوین د ماموریت یوه برخه داده چې د خپلو مامورینو کارونه وڅاري او هغه مالونه وپلټي چې د سوپر بال د لوبې ستدیوم ته داخلیږي.

(.. ډیر کارونه چې مونږ یې ترسره کوو هغه د صحنې شاته دي. ټولې هغه لارۍ او کانټنرونه چې ستدیوم ته ننوزي، زمونږ له خوا تر د اکسري له ماشین نه تیر کړای شوي دي.)

د سوپر بال په شان په عمدو پیښو کې د امریکا د گمرکونو او سرحدونو د ساتنې د مامورینو موجودیت د هغو اضافي امنیتي تدابریو یوه برخه ده چې د دوه زره یولسم کال د سپتمبر د یولسمې د ترورژیستي پیښې راوروسته عملي کیږي.

دا ستره ورزشي پیښه چې په امریکا کې خورا زیات لیدونکي او مینه وال لري، پوره څارل کیږي. خو بالډوین وایي د هغه همکاران نه شي کولای چې ټول شیان د سکین ماشین په واسطه ومومي. هغه د ولسي خلکو څخه غواړي چې په امینت کې فعال رول ولوبوي.

(.. د ملي امنیت ساتنه یواځې د امنیتي مامورینو کار نه دی. زما په انند عام ولس ددې فرصت لري چې له مونږ سره مرسته وکړي. کله چې تاسې یو شئ ووینئ او څه ووایئ، دا مونږ ته د عکس العمل زمینه برابروي.)

(.. مونږ له امریکایانو څخه غواړو چې بیدار اوسي، په دې تشخیص چې امنیت زمونږ گډ مسولیت دی.)

د سوپربال په نامه د امریکایي فټبال د قهرمانۍ لوبې د امنیت په اړه په یو خبري کنفرانس کې د امریکا د داخلي امنیت وزیرې جنت ناپولیتانو وویل. که تاسې یو څه ووینئ نو یو څه وایئ کمپاین دمخه موثر ثابت شوی.

(.. مونږ په تیر پسرلي کې دا د نیویارک د ټایمز سکویر د بم ایښونکي په هکله ولیدل چې یو لاروي د مقاماتو پام هغه دود ته راواړو چې له یوه موټر نه راوته. او په دې وروستیو کې مونږ دا په سپوکان کې د مارتین لوتر کینگ د ورځې په لمانځلو کې هم ولیدل.)

که د یو شي لیدل او څه ویلو په نامه کمپاین په شمالي تکساس کې موثر وي، نو د پنځه څلویښتم سوپر بال د قهرمانۍ لوبه به نه یواځې د یو سلو پنځوس زره نندارچیانو په ورتگ سره یو ریکارډ وي، بلکې دا به پوره امنه لوبه هم وي.

XS
SM
MD
LG