د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سوپربُول، سپورت که د میلیاردونو ډالرو سوداګري


د سوپربُول د تیرې شپې د لوبې یوه په زړه پورې صحنه
د سوپربُول د تیرې شپې د لوبې یوه په زړه پورې صحنه

د امریکایي فوټبال د ۲۰١٥ کال د ملي سیالیو اتلولي د ډنور ایالت د برونکوز لوبډلې وگټله.

ډنور برنکوز، چې د تیر کال اتله لوبډله هم وه، په یوې په زړه پورې او له احساساتو ډکې لوبې کې د کارولینا پنترز لوبدلې ته ٢۴ – ١٠ ماتې ورکړه او خپله اتلولي یې وساتله.

د امریکا فوټبال د سوپربُول پایلوبه هر کال د جنورۍ او یا هم د فبرورۍ په میاشت کې وي، چې د امریکا او سیمې په کچه خورا زیات نندارچیان لري.

پر دغه شپه یوازې په امریکا کې میلیونونه خلک پر تلویزونونو کې دا لوبه ننداره کوي.

د تیرې شپې د سوپربُول سیالي د کالیفرنیا ایالت د سانفرانسیسکو د سنتا کلارا په لیوي ستدیوم کې وشوه. په دې ستدیوم کې نژدې ۷۰زره نندارچیان ځایږي.

لوبه په ځانګړو مراسمو پیل شوه، لومړی د امریکا د متحده ایالاتو ملي سرود ددې هیواد د مشهورې او لوړو جایزو ګټونکې سندرغاړې لیډي ګاګا وویل.

د امریکا د ملي سرود د ویلو پر مهال، په غټ تلویزون کې څو وارې په افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري وښودل شول، چې د دغې لوبې لیدلو ته راټول شوي وو.

د سوپربول سوداګري

سوپربُول نه یواځې دا چې یوه لوبه او ورزشي مراسم بلل کیږي، بلکې هر کال ددې لوبې د خپرولو د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره په سلګونه میلیونه ډالر د تلویزوني شبکو له خوا د امریکا د فوټبال ملي اتحادیې ته ورکول کیږي.

همداشان د سوپربول په شپه د یوې دقیقې اعلان بیه پنځه میلیونه ډالر وه.

تیرکال دغه بیه څلورنیم میلیونه ډالر وه چې دا د تیرو پنځو کالو په پرتله ۶۶ عشاریه ۶ فیصده زیاتوالی ښي.

د سي بي ایس سپورت کانال په امریکا کې ددې لوبې د خپرولو امتیاز ترلاسه کړی دی. دې تلویزوني کانال ددې جام د سیالیو د ژوندۍ خپرولو لپاره نوې تکنالوژي وکاروله.

تیرکال سوپربُول څه دپاسه ۱۱۴ میلیونو نندارچیانو په متحده ایالاتو کې لیدلی و چې د امریکا په تاریخ کې د یوې تلویزوني خپرونې تر ټولو لوړه شمیره وه.

تیرکال د نیو انګلند پتریوتز ټیم د سیاتل سیهاوک ټیم ته په ماتې ورکولو سره د سوپربُول اتل شوی و.

XS
SM
MD
LG