د لاس رسي وړ اتصالات

د سوپر ټیوزدې په انتخاباتو کې کلنټن او ټرمپ مخکې دي


د امریکا د متحده ایالاتو په دولسو ایالتونو کې د ګوندي او مقدماتي انتخاباتو نتیجه تر ډیره حده هماغه شان شوه لکه څنګه چې د نظر د معلومولو په سروې ګانو کې یې وړاند وینه شوې وه.

پدغو انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند مخکښې کاندیدې هیلري کلنټن شپږ ایالتونه وګټل. هغې وکړای شو چې د ویرجینیا، ټینیسي، اله باما، جورجیا، ټیکساز او ارکنساس په ایالتونو کې خپل سیال برني سنډرز ته ماتې ورکړه.

سناتور برني سنډرز بیا دوه ایالتونه وګټل. سنډرز د مشرانو په جرګې کې د ورمانت د خلکو استازی دی او همدا وجه وه چې هغه وکړای شو پدغه ایالت کې هیلري کلنټن ته په غټ توپیر ماتې ورکړي. سناتور سنډرز د ورمانت په ایالت کې 86 او میرمن هیلري کلنټن 13.7 فیصده رایې وګټلې.

د ورمانت تر څنګ سناتور برني سنډرز وکړای شو چې د اوکلهوما ایالت هم وګټي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید میلیاردر ډانلډ ټرمپ چې په پخوانیو ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې یې هم د خپلو سیالانو نه وړاندې و، دا ځل یې هم وکړی شو چې د خپل ګوند په کاندیدانو کې لومړی مقام وګټي.

ټرمپ د سوپر ټیوزدې په ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې پنځه ایالتونه وګټل.

ډانلډ ټرمپ وکړی شو چې د جورجیا، اله باما ، ټینیسي، ماسیچوسیټ او ویرجینیا ایالتونه وګټل. هغه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې " د ویرجینیا د ایالت ګټل ورته تر ټولو مهه بریا وه. "

د جمهوري غوښتونکو د ګوند بل کاندید سناتور ټیډ کروز بیا په دوه ایالتونو کې رایې وګټلې. دا لومړی ځل و چې کروز مقدماتي او ګوندي انتخابات ګټي. ټیډ کروز چې د مشرانو په جرګې کې د ټیکساز د ایالت استازی دی وکړای شو چې د ټیکساز د ایالت تر څنګ د اوکلهوما ایالت هم وګټی.

د امریکا د متحده ایالاتو د 2016 کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټول ټال ۷ کاندیدان دي چې پنځه یې د جمهوري غوښتونکي او دوه یې د دیموکرات ګوند پورې تړاو لري.

د سوپر ټیوزدې د ګوندي او مقدماتي انتخاباتو نه وروسته چې په یوه ورځ په دولسو ایالتونو کې خلک رایې ورکوي، د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د ګوند کاندیدان په همدې روانې میاشت کې شپږویشت نور مقدماتي او ګوندي انتخابات لري.

XS
SM
MD
LG