د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او کلنټن په نظرپوښتنو کې مخکښي دي


د جمهوری غوښتونکي ډانلډ ټرمپ پلویان په یوه انتخاباتي مبارزه کې خپل شعار څرگندوي " موږبه امریکا بیرته ستر هېواد کړو!"

د جمهوری غوښتونکي ډانلډ ټرمپ پلویان په یوه انتخاباتي مبارزه کې خپل شعار څرگندوي " موږبه امریکا بیرته ستر هېواد کړو!"

د امریکا په یوولسو ایالتونو کې خلک په ګودنیزو ټاکنو کې ګډون کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندید غوره کړي.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس تازه رپوټ لیکي چې جمهوري غوښتونکی ډانلډ ټرمپ او دموکراته هېلري کلنټن دا فرصت ویني چې له خپلو انتخاباتي سیالانونه د سوپرټیوزډې یا مهمې سې شنبې په ورځ مخکې سي.

نن په دولسو ایالتونو او یوه سیمه کې، د گوندي انتخاباتو مبارزې روانې دي. دا ورځ د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې تر ټولو مهمه او مصروفه ورځ ده، ځکه چې په متحده ایالاتوکې په څلورو کې یوه برخه خلک په ټاکنو کې برخه اخلي.

د جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ دوه سر سخت سیالان د فلوریډا سناتور مارکو روبیو او د ټکساس سناتور ټېډ کروز نن ډېرې سختې هلې ځلې کوي چی ددغه ملیاردر کاندید پرمختگ یا ودروي او یاېې سوکه کاندي؛ خو دا څرگنده نه وه چې په دې هڅوکې پر هغوی ناوخته شوېده، که نه.

جمهوري غوښتونکی کاندید ډانلډ ټرمپ په ویر جینیا کې خپلو پلویانو ته وینای کوي

جمهوري غوښتونکی کاندید ډانلډ ټرمپ په ویر جینیا کې خپلو پلویانو ته وینای کوي

پرون ددوشنبې په ورځ د ډانلډ ټرمپ په یوه غونډه کې، د ویرجینیا په ایالت کې یوې تورپوستې ښځې شعارونه ورکول " د تورپوستو ژوند اهمیت لري" . یوه بل اعتراض کوونکي د کډوالۍ په باب ترینه پوښتنه وکړله، خو ښاغلي ټرمپ ورته وویل " ته د مکسیکوېې؟"

د همدې اعتراضونو له امله هغه امر وکړ چې څو تنه له خپلې غونډې نه وباسي او بیاېې وویل "زه له سیاسي پلوه متحد کوونکی قوت یم". ډانلډ ټرمپ وویل " تاسې ېې منئ او که نه موږ به دا هېواد متحد کړو".

دموکراتې هېلري کلنټن هم د ډانلډ ټرمپ په څېر په څو مقدماتي انتخاباتو کې بری تر لاسه کړی دی. په سناتور برنی سنډرز باندې د هغې بری په جنوبي کرولاینا کې د تور پوستو د غټ ملاتړ له امله و. له همدې امله به هغه په څو جنوبي ایالتونو کې چې تور پوستي امریکایان پکې ډېر دي، نن ډېر قوي ملاتړ ولري.

دموکراته هېلري کلنټن د ویرجینیا په ایالت کې له خپلو پلویانو سره

دموکراته هېلري کلنټن د ویرجینیا په ایالت کې له خپلو پلویانو سره

هېلري کلنټن په دې تیرو څو ورځو کې په خپلو انتخاباتي مبارزو کې پر ډانلډ ټرمپ تمرکز کړی دی. هېلري د هغه په پرتله ځان مهذبه او وړ ښکاره کوي او وايي دا دهغه د سرزورۍ په مقابل کې ښه بدیله کېدلی شي.

د موکرات برنی سنډرز هم هڅې کوي چې نن د میني سوتا، او ورمانټ په ایالتونو کې بریالی شي. خو هغه له دې سختې پوښتنې سره مخامخ دی چې د اقلیتونو رای ورکوونکيو ملاتړ به تر لاسه کړي او که نه. هغه تراوسه پورې په کافي اندازه مالي امکانات لري چې د انتخاباتو بهیر ته دوام ورکړي. دهغه انتخاباتي مبارزې د فبروري په میاشت کې اعلان وکړ چې۴١ ملیونه ډالر ېې را ټول کړي دي.

نن به دموکراتان په یولسو ایالتونو کې راېې ورکړي، او په دې کې د٨٦٥ گوندي استازیو د گټلو امکان شته دی.

جمهوري غوښتونکي به هم په ١١ ایالتونو کې راېې ورکړي او د ٥٩٥ استازیو د گټلو امکانات شته دي. د یو جمهوري غوښتونکي کاندید لپاره د ١٢٣٧ استازیو گټلو ته ضرورت دي چې د خپل گوند نوماندي وگټي.

هغه ایالتونه چې نن د سوپر ټیوزډې یا مهمې سه شنبې په ورځ ددواړو گوندونو لپاره پکې مقدماتي انتخابات کېږي، په هغو کې اله باما، ارکنساس، جورجیا، مساچوسټس، میني سوتا، اوکلاهوما، ټېنسي، ټکساس، ورمانټ او ویرجینیا شامل دي. په دې کې جمهوري غوښتونکي په الاسکا او ډموکراتان په کولراډو کې هم راېې ورکوي.

دCNN او ORC گډه سروې هم ښیي چې په سلو کې ۴۹ جمهوري غوښتونکي د ډانلډ ټرمپ ملاتړ کوي او په سلو کې شپاړس د هغه د نژدې سیال سناتور مارکو روبیو ملاتړ کوي او په سلو کی ۱۵ جمهوري غوښتونکي د ډانلډ ټرمپ د یوه بل مهم سیال او د تکزاس د ایالت سناتور ټیډ کروز سره ولاړ دي.

سروی ښیی چې په استثنا د تکزاس، په هغو ١١ ایالتونو کې چې نن په کې انتخابات کیږي، په باقي پاتي لسو ایالتونوکی جمهوري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ ښه گڼي او وایی چې خپلې رایې به ورکړي.

میرمن کلنټن چی د ٢٠٠٩ میلادي کال نه تر ٢٠١٣ کال پورې خارجه وزیره وه، په سلو کې یې ۵۵ ډیموکراټان ملاتړکوي او په سلو کې ۳۸ دهغې د نژدې سیال سناتور برني سینډرس ملاتړکوي.

XS
SM
MD
LG