د لاس رسي وړ اتصالات

سوپربال – ۱ دقیقه سوداګریز اعلان ۸ میلیون ډالره


د سږکال د "سوپر بال" د لوبې په ترڅ کې د یوې دقیقې تجارتي اعلان بیه اته میلیونه ډالره وه.
د سږکال د "سوپر بال" د لوبې په ترڅ کې د یوې دقیقې تجارتي اعلان بیه اته میلیونه ډالره وه.

د اته څلویښتم ځل لپاره د "سوپر بال" په نامه د امریکایي فوټبال د لیگ وروستۍ لوبه تیره شپه د اریزونا ایالت د فینیکس په ښار کې په شاندارو مراسو ترسره شوه.

د امریکایي فوټبال د لیگ د لوبو وروستۍ لوبه چې د "سوپر بال" په نامه شهرت لري په امریکا تر ټولو زیات مینه وال لري او هر کال د فبرورۍ د میاشتې په لومړۍ یکشنبې ترسره کیږي.

په سږنۍ لوبې کې چې د "نیوانگلند پترویتس" په نامه لوبډلې د "سیاتل سي هاوکس" لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره جام خپل او اتلولي یې ترلاسه کړه.

دا چې د امریکایي فوټبال د "سوپر بال" وروستۍ لوبه څومره شهرت لري د دې لوبې د نندارچیانو او مینه والو د شمیر نه یې ښه پته لگیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا ١١٠ میلیونو کسانو دا لوبه د تلویزیون له لارې وکتله. تیر کال ١٠٨ میلیونو کسانو دا لوبه لیدلې وه. دا په داسې حال کې دي چې د ټایمز مجلې د ارزونې له مخې د کانگرس په وړاندې د اوباما کلنۍ وینا چې ځانگړی شهرت لري، یواځې ٣٣ عشاریه درې میلیون کسانو د تلویزیون له لارې کتلې وه.

سپورت او سوداگري

د واشنگټن پوست ورځپانې د رپوټ له مخې د امریکایي فوټبال ملي اتحادیه هر کال د تلویزیوني ژوندیو خپرونو د اجازې د ورکولو له درکه د فکس، سي بي ایس او ان بي ایس، له تلویزیوني شبکو څخه درې میلیارده ډالر ترلاسه کوي.

د سږکال د "سوپر بال" د لوبې په ترڅ کې د یوې دقیقې تجارتي اعلان بیه اته میلیونه ډالره وه. او د یو بل رپوټ له مخې سږکال د لوبې په ترڅ کې د ان بي سي په تلویزیون کې د تجارتي اعلان د٣٠ ثانیو بیه تر څلورنیم میلیون ډالرو پورې ورسیده، او دا هم ښایي په زړه پورې وي چې ووایو چې د فینیکس د پوهنتون په ستدیوم کې چې دا لوبه په کې ترسره شوه په ځانگړو برخو کې د یو پنځه کسیز لوژ د څوکیو د ټکټ بیه شاو خوا ٣٥ زره ډالره وه.

د سوپر بال د لوبې په نیمایي کې د دواړو ټیمونو د استراحت پر وخت په ستدیوم کې د دود سره سم په زړه پورې نندارې ترسره کیږي. سږکال ددې نندارو سندرغاړې کتي پیري وه. ډیر خلک د تلویزیوني نندارې پر وخت د لوبې نیمایي تر ټولو زیات خوښوي او په اصطلاح دې ته په ننداره کې ننداره ویل کیږي.

سوپر بال د امریکا د تلویزیون په تاریخ کې تر بل هر څه زیات شمیر نندارچیان ځان ته راجلبوي.

خو له بلې خوا دغه لوبه چې په امریکا کې دومره شهرت لري په نړیواله کچه دومره لیدونکي نه لري په ځانگړې توگه په آسیا، افریقا او منځني ختیځ کې لیدونکي ورته دومره لیواله نه دي، خو بیا هم په انگلیستان، استرالیا، کانادا او مکسیکو کې خلک ورته یو څه لیوالتیا لري.

بل خوا په لاس ویگاس کې چې د نړۍ ستره قمارخانه بلل کیږي، په سوپر بال باندې په میلیونه ډالر شرط وهل کیږي. د رپوټونو له مخې تیر کال سل میلونه ډالر د گټونکي ټیم پر سر وهل شوې وې.

د لوبې امنیت

د امریکا امنیتي مقاماتو خلکو ته ډاډ ورکړی و چې دا لوبه به په بشپړ امنیت کې ترسره شي. د امریکا د کورني امنیت وزیر جی جانسون ویلي وو چې په فراسنه کې د وروستیو ترهگریزو بریدونو سره سره د سوپر بال نندارچیان کولای شي په پوره ارمتیا او بشپړ امنیت سره ددې لوبې ننداره وکړي، او همداسې هم وشول.

XS
SM
MD
LG