د لاس رسي وړ اتصالات

د ویکي لیکس په مؤسس د جنسي تیري کولو تور لګیدلی


د سویډن د ملي څارنوالي دفتر وایي چی د ویکی لیکس د ورځپاڼي په مؤسس جولیان اسینج باندي د جنسي تیري تور لګیدلي او له همدې کبله پسی ګرځي چی ویې نیسي.

دغه دفتر نن د شنبې په ورځ ویلي دي چی په دغه آسټرالیایي تبعه باندي په سویډن کي د جنسي تیري یو تور او د تعرض او مزاحمت بل تور لګیدلی دی.

د سویډن د ایکسپریس ورځپاڼه وایی چي اسینج دا تورونه رد کړی دي.

د ویکی لیکس ټویټر ویب پاڼه د اسینج له قوله وایی چی دا تورونه بې اساسه دي او د دغو تورونو د وختونو په باب چی څه ویل شوي، هغه ځورونکي دي.

له بلي خوا رپوټونه وایی چی پنټګان هم په ویکي لیکس باندی د جرمونو د تورونو په لګولو باندی غور کوي. دغي ویب پاڼي تیره میاشت د افغانستان د جګړې په اړه څه دپاسه ٧٠ زره پټ او سري اسناد خپاره کړي دي.

اسینج د تیري چهار شنبې په ورځ وویل چی د امریکا ددفاع د وزارت سره تماس نیول شوی چی د نورو اسنادو د خپریدو په مسالې باندي خبري ورسره وکړي. مګر د پنټاګان نطاق ( بریان ویټ مین ) دا خبره ردکړه چی ددفاع وزارت دي ددغي ویب پاڼي سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG