د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د اوربند شپږمه ورځ هم یو څه آرامه تیره شوه


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، سټیفن ډي مستورا

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، سټیفن ډي مستورا

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډي مستورا وایي چې په سوریه کې موقتي اوربند "تر ډیره حده برقرار دی او ښایي چې د هغه هیواد په هکله سیاسي خبرې به د پلان سره سم راتلونکې اوونۍ پیل شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وایي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د اوربند نه کومه خاصه سرغړاونه نده شوې.

شپږ ورځې کیږي چې په سوریه کې موقتي اوربند نافذ شویدی. پدې تیرو شاوخوا پنځو کالونو کې چې په هغه هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوه، دا لومړنی اوربند دی چې دومره زیات وخت یې دوام کړی.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن ډي مستورا وایي اوربند په عمومي توګه مراعت شوی او دا د سوریې د ولس لپاره یه ښه زیری دی.

" له بده مرغه باید ووایم چې د حمص، هاما ، لاذقیه او دمشق په شمول په ځینو ځایونو کې لا هم جګړې روانې دي. په نورو ځایونو کې چې هم اوربند وشي، جګړې پکې په بشپړه توګه نه بندیږی. "

ښاغلی ډی مستورا وایي چې د سولې خبرې به دهمدې میاشتې په نهمې نیټې پیل شي. د سوریې حکومت او مخالفین نه غواړي چې مخامخ خبرو ته سره کښیني. په همدې خاطر سټیفن ډي مستورا وایي چې د خبرو د پخواني رونډ په شان به په جګړې کې د ښکیلو ډلو سره په جلا توګه وکتل شي.

ملګري ملتونه همدارنګه وایي چې د موقتي اوربند له برکت هغوي وکړی شو چې شاوخوا یو سل او پنځوس زره سوریایانو ته خوراکي مواد، دارو درمل او نور مرستندویه مواد ورسوي چې د حکومت لخوا په کلابند شویو سیمو کې ژوند کوي

XS
SM
MD
LG