د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې عسکرو 32 مظاهره چیان وژلي دي


د سوریې عسکرو 32 مظاهره چیان وژلي دي

د سوریې عسکرو 32 مظاهره چیان وژلي دي

د سوریې عسکر چي د ټانکونو او توپ لرونکو هلیکوپترو له خوا یې ملاتړ کیده، پرون د جمعې په ورځ د هغه ملک په ګوښه شمالي سیمه کي د حکومت په ضد مظاهره چیانو د ځپلو د پاره ورغلل.

عسکرو مظاهره چیان پداسي حال کي ووژل چي نور خلک د سرحد نه د ترکیې خواته وراوښتل.

عیني شاهدانو وویل چي د سوریې امنیتي قواو لږ ترلږه ٣٢ مظاهره چیان ووژل. شاهدانو دا هم وویل چي اووه تنه احتجاج کونکي هغه وخت ووژل سول چي هغوي د ( لاتاکیا ) په بندري ښارګوټي کي د ښاغلي اسد یو پوسټر څیري کړ..

سپیني ماڼۍ د هغې په قول « د وحشیانه قوې استعمال » وغانده او ویې ویل چي ښاغلی اسد سوریه د یوې خطرناکي لاري خواته بیایي.

څه د پاسه ۴٠٠٠ تنه سوریایان د سرحد نه اوښتي او ترکیې ته یې ځانونه رسولي دي.

په ملګرو ملتو کي دیپلوماتانو د یوې پریکړی په مسودې باندي چي دا حملې او تشدد غندي، بیا بحثونه پیل کړي دي، مګر هغوي کومي موافقې ته ونه رسیدل.

ډیر لویدیځ ملکونه ددغي مسودې ملاتړ کوي، مګر روسیې او چین د هغې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د ملګرو ملتو عمومي منشی ( بان کي مون ) څو ځله کوشش کړی دی چی د ښاغلي اسد سره په تلیفون کي خبري وکړي، مګر د ملګرو ملتو مامورینو ویلي دي چي د سوریې مشر د هغه سره دا خبري رد کړي دي. وروسته بان کي مون وویل چي په ملکیانو باندي د وسلې استعمال د منلو وړ نه دی او په دې باب یې اندیښنه ښودلې ده

XS
SM
MD
LG