د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیې د سوریې په هکله موافقه وکړه خو اوس هم دخیلې خواوې شکونه لري


ترکیې او د سوریې اوپوزیسون ډلې د شنبې په ورځ هوډ وکړ چې په سوریې کې به د روسیې او امریکا په نوښت د اوربند د موافقې څخه ملاتړ وکړي.

ددې نوې موافقې پراساس به د دوشنبې په ورځ په ټولې سوريې کې اروبند تطبیق سي او بشري مرستو ته به اجازه ورکړل سي.

د ترکیې د باندنیو چارو وزارت نن د شنبې په ورځ بیانیه خپره کړه او د نوې موافقې څخه چې په جینو کې د امریکا او روسیې د باندنیو چارو د وزیرانو او ډیپلوماتانو له لوري نهايي سوه، د ملاتړ اعلان وکړ.

ترکیې تیره میاشت سوریې ته قواووې ولیږلې چې د اسلامي دولت د ډلې سره مبارزه وکړي.

دغه راز د سوریې د حکومت د اوپوزیسون قواووې هم د دې موافقې هرکلی کوي خو په عین وخت کې د اوربند پر ټینګیدو او تطبیقیدو باندې شک څرګندوي ځکه د دوي په وینا روسيې او د سوريې پوځ مخکینی اوربند رعایت نه کړ.

د سوریې د مزاکراتو د سترې کمیټې یوه ویاند بسما کودمني وویل چې پر دمشق باندې د روسیې د نفوذ څخه کار اخیستل یواځنۍ لاره ده چې دمشق دې ته اړ کړل سي چې د اوربند شرایط مراعت کړي.

په حلب کې اوس هم جګړه روانه ده

د ویلو وړ ده چې په جینو کې سوې موافقې د حلب پر وضیعت باندې سمدستي تاثیر ونکړ ځکه د سوریې پوځ پر دې سیمه باندې چې د یاغیانو په کنټرول کې ده خپلو حملو ته ادامه ورکوي ترڅو د اوربند د نافذیدو د مهلت څخه مخکي ځیني سیمې د یاغیانو څخه ونیسي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت یوه چارواکي وویل چې که چیري په سوریې کې د ۷ ورځو دپاره په پرله پسي توګه په تشدد کې کموالی راسي او حلب ښار ته د بشري مرستو د رسیدو ممانعت ونسي نو ددې موافقې دوه مهم اړخونه به تطبیق سي.

اوربند د لوی اختر په لومړۍ ورځ تطبیقیږي. د موافقې په لړ کې د سوريې د هوايي قواوو څخه غوښتل شوي چې هوايي عملیات دې ودروي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د سوريې د حکومت هوايي حملې د ملکیانو د وژل کیدو اساسي لامل دی او د خلګو د مهاجرت سبب دی. ښاغلي کیري وویل چې سوريه دې بیلري بمونه بند کړي او د ملکیانو پر سیمو دي قصدا بمبارۍ نه کوي.

ښاغلي کیري وویل چې که چیري دا مسایل رعایت سول نو د جګړې په څرنګوالی کې به بدلون راشي.

په عین حال کې د روسيې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف په ماسکو کې خبریالانو ته وویل چې د سوریې حکومت یې د وروستۍ موافقې او تغییراتو څخه خبر کړی دی او سوريه يي چارواکو ورته ویلي چې دوي ددې موافقې عملي کیدو ته آماده دي.

د سوریې د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځی سټیفون ډي میستورا په جینو کې د لنډې مودې دپاره د ښاغلي کیري سره پر ستیج باندې راښکاره سو او د امریکا او روسیې د موافقې هرکلی یې وکړ. نوموړي وویل چې ،،دا موافقه یو واقعي فرصت رامنځ ته کوي چې باید ټولې دخیلې خواووې ګټه ځیني پورته کړي او د سوریې دپاره یو نوی جهت وټاکي چې تشدد کم سي او د سوريې خلګ نور ونه زوریږي.،،

د روسيې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف وویل چې داسې کسان هم سته چې غواړي دا موافقه کمزورې سي او هیڅوک ددې موافقې د بریالیتوب سل فیصده تضمین نه سي کولای.

روسیه او امریکا څه غواړي؟

روسیه غواړي چې د سوریې ولسمشر بشرالاسد په قدرت کې پاته سي خو میانه روه اوپوزیسون قواووې او ترکیه بیا پر دې ټینګار کوي چې په سوریې کې هیڅ داسې انتقالي دوره نسي رامنځ ته کیدای چې په لړکې یې بشارلاسد په قدرت کې پاته سي.

د امریکا متحده ایالات هم د ډیر پخوا څخه دا دریځ لري چې د سوریې ولسمشر نشي کولای چې د سوریې په راتلونکې حکومت کې ونډه ولري ځکه هغه خپل مخالفین په ډیر بې رحمانه ډول ځپلي دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې که دا نوې موافقه تطبیق سي نو سیاسي عبوري بهیر ته به لاره هواره سي او دا کار به د سوريې اوسني وضیعت ته تغیر ورکړي.

د ولسمشر اوباما حکومت مکرراْ وايي چې د سوریې شخړه د نظامي لارې څخه حل کیدای نسي او باید مزاکرات وسي. په شخړه کې په سلګونو زره خلګ وژل سوي دي او شاوخوا ۱۲ میلیونو خلګ د خپلو کورونه څخه بې ځایه سوي دي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر اسد د کورنۍ د واکمنۍ پرضد چې د ۴ لسیزو راهیسې پر سوریې حکومت کوي، د ۲۰۱۱ کال په اوایلو کې مظاهرې پیل سوې چې وروسته په خونړۍ کورنۍ جګړې بدلې سوې او دا جګړه تراوسه ادامه لري.

XS
SM
MD
LG