د لاس رسي وړ اتصالات

د سوريې جنگ د سولې خبرو ته خنډ پیښولاي شي: ملگري ملتونه


د ملګرو ملتونو د ادارې مهم چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د اګست د میاشتې په پای کې د سوریې د سولې په اړه پلان شوي خبري له خطر سره له دې وجې مخامخ کیداسي شي چې د حکومت او د مخالفینو تر منځ جنګ مخ په زیاتیدو دی.

په سورېې کې روانه جګړه چې د پنځه کالو څخه یې زیات وخت کیږي او د ٣٠٠٠٠٠ څخه زیات کسان پکښي وژل شوي دي، پرتله له کوم بدلون څخه ادامه لري.د ملګرو ملتونو اداره وایي، یواځي سیاسي حل دغه جنګ ختمولاي شي.

د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستیال رمزي ایزلدین رمزي وایې، نړیوال یقینا دې ته ژمن دي چې په جنګ کې ښکیلې ډلې ددی میاشتې په اخره کې د مزاکراتو میز ته سره راغونډې کړي.

،،چې دا خبري نتیجه ورکړي، زه ما په فکر د دواړو طرفونو لخوا باید جنگ ودریږي، خامخا باید عمل پرې وشي، په داسي حال کې چې د امریکا متحده ایالات او د روسیې فیډراسیون ددی خاصې مسلې په اړه په خبرو کې د مشرانو رول لري. او بل دا چي په بشري وضیعت کې باید سمون راشي او په تیره یوه میاشتي کې له دې وجې کومه خاصه لاسته راوړنه نه ده شوې چې پوځي فعالیتونه زیات شوي دي،،.

د ملګرو ملتونو اداره هیله لري چې ١.٢ ملیونه هغو خلګو ته بشري مرستې وروسوي چې په محاصره شویو سیمو کې د جولاي د میاشتي راهیسي بند پاته دي . د هغو سیمو ته ورسیدل ډیر ګران دي. د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي سلا کار ژین ایگلنډ وايې یواځي په سلو کې ۴٠ فيصدو کسانو ته بشري مرستي رسیدلي دي.

،،د مرستندویه کارکونکو دپاره به دا ډیره زړه بوږنونکې وي چې د دوي سره د مرستي سامانونه په ټرکونو کې وي او داسي کسان هم ولري چي خپل ژوند په خطر کې واچوي چي هغو سیمو ته ځانونه ورسوي چې مرستې ته اړتیا لري خو په سلو کې ٦٠ فيصده خلکو ته د رسیدو مخه يې ونیول شي چې ١.٢ ملیونه خلک ګېږي او موږ هیله درلوده چي ځانونه ورورسو،،.

د ملګرو ملتونو ادارې د ادلیب ښار وضیت په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ بللی دی. د ٣٠٠٠٠ څخه زیات ملکي کسان له تیرو دریو اونیو راهیسې خواراکي موادو او نورو سامونه ته لاس رسی نلري،په داسي حال کې چي د سوریې حکومتي ځواکونو د ښار په ختیځې سیمه کې چي د مخالفینو په لاس کي وه، خپل کنټرول او حضور پراخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو اداري په وار وار د ۴٨ ساعتونو دپاره د بشري مرستو دپاره د اوربند غوښتنه کړي، چې په جنگ کې بند کسانو ته د مرستو ورسول شي. ژین ایگلنډ واېې، ډیر زیات ډیپلوماټیک فعالعتونه روان دی چي د مرستي عملیات پیل شي.

هغه وايې، د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې تیاري دي چې څنګه د بشر ي مرستو دپاره اوربند عملي شي نو ادلیب ته ورشي. هغه وایې، ترټولو غوره لار یې دا ده چې دو طرفه لاره جوړه شي.یوه دا چې خلگو ته اجازه ورکړل شي چې په داوطلبه توګه د ادلیب څخه ووځي، او بل دا چې دغه محاصره شوي ښار ته د مرستو رسولو اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG