د لاس رسي وړ اتصالات

د حلب جګره؛ له ښار څخه د ملکیانو وتل ځنډیدلي دي


د سوریې له حلب ښار څخه د ملکیانو او یاغیانو د وتلو په موخه د رامنځته شوي اوربند تر ماتیدو وروسته په دغه ښار کې نښتې بیا پیل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وایې چې حکومتي ځواکونو په حلب کې د رژیم د مخالفو ځواکونو پر پاتې مورچلونو بمبارۍ کړي دي.

پر دغو سیمو راکټي بریدونه هم شوي په داسې حال کې چې د سوریې دولتي ټلویزیون د یاغیانو د راکټونو له امله د شپږو کسانو د وژل کیدو خبر خپور کړی دی.

روسیه، د بشارالاسد رژیم یاغیان د اوربند پر ماتولو تورنوي او ادعا کوي چې وسله والو پر حکومتي پوستو بریدونه کړي دي. خو د ترکیې جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان بیا ویلي چې لومړی حکومتي ځواکونو برید کړی دی.

په پام کې ده چې د حلب ښار د حالاتو د څېړلو په موخه ښاغلی اردوغان د روسیې له جمهور رئیس، ویلادمیر پوتین سره خبرې وکړي.

روسیه چې د سوریې له جمهور رئیس، بشارالاسد او ترکیه چې د سوریایي یاغیانو څخه ملاتړ کوي د سې شنبې په ورځ [نوامبر ۱۳] له حلب څخه د ملکي وګړو د وتلو په موخه پر یوه اوربند سلا وکړه.

د رئپوټو له مخې د چهارشنبې ورځې په اوږدو کې نښتې بیا پیل شوې او له ښار څخه د خلکو د وتو بهیر وځنډید.

حلب کې د جګړو د پای ته رسولو او زرګونو اېسارو خلکو لپاره د بشري مرستو د رسولو په موخه ډیرې هڅې شوي دي. خو د اوربند په شمول ډیرې دغې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG