د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د پاڅون کال پوره شو او په تازه حملو کې ۲۳ کسه وژل شوي


په سوریه کې د دولتي ځواکونو په حملو کې ٢٣ کسان ووژل شول. دا تازه وژنې په داسي حال کې وشوې چې نن د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې ددغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد پرخلاف د روان ولسي پاڅون یو کال پوره شو. د سوریې د بشري حقوقو د څارنې موسسه وایې چې عسکرو ٢٣ مړي په اډلېب کې دسړک پر غاړه وغورځول.

دغه خلک د وژلو نه مخکې سخت شکنجه شوي وو او په بدن باندې زخمونه او د اغونه لیدل کېدل. دولتي مطبوعاتو وویل چې دغه کسان په اصطلاح د ټروریستانو بقایا وو

ددې خبري هیڅ داسې نښې او آثار نه لیدل کېږي چې گوندې د سورېې پوځ به په هغو ښارونو کې د ملکي وگړو پر خلاف پوځي عملېات او خونړۍ حملې پاې ته ورسوي چې د حکومت مخالفانو پرې قبضه کړې وه.

له بلي خوا دولتي تلویزون راپور ورکړی چې نن په دمشق کې په زرگونو خلکو چې د سوریې ملي جنډې ېې په لاسونو کې نېولې وې، د بشارالاسد په ملاتړ ېې غونډې وکړې.

دا مظاهره په داسې حال کې وشوه چې پرون دولتي ځواکونو د ادلیب په شمالي ښار باندې ېو ډیر پراخه پوځي یرغل وکړ او ښار ېې د مخالفانو څخه بیرته ونیوه او هم ېې په جنوب کې د ددرعې په ښار باندې ېرغل وکړ.

درعه د سوریې د خلکو د پاڅون لومړنی مرکز گڼل کېږي. د همدغه ښار نه دلومړي ځل لپاره ولس د بشارالاسد د رژیم پرخلاف راپاڅیدلی و. ترکیې نن اعلان وکړ چې د تیرو ٢۴ ساعتونو په موده کې د ادلیب نه زر تنه ترکیې ته واوښتل او پناه ېې واخېسته. تراوسه پوري تقریبا ١۴٠٠٠ زره کسان د جنگ له آمله ترکېې ته مهاجر شوي دي.

نړېواله ټولنه لگیا ده خپل پوره کوښښ کوي چې د ملکي وگړو پر خلاف د سورېې د دولتي ځواکونو عملیات پاې ته ورسوي خو زیات وس ېې نه رسېږي.

د امین سیقل په نوم یو کارپوه چې په اصل کې د سوریې دی او د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې درس ورکوي، آمرېکا غږ ته یې وویل چې گومان نه کوي چې د بشار الاسد رژیم به دومره ژر سقوط وکړي او په سوریه کې به انقلاب راشي.

XS
SM
MD
LG