د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د عربو د ټولنې خلاف مظاهرې


سوریه کې د عربو د ټولنې خلاف مظاهرې

سوریه کې د عربو د ټولنې خلاف مظاهرې

د سوریې د حکومت زرګونو پلویان، نن دویمه ورځ ده چې په لویو ښارونو کی د عربو د ټولنې د پریکړې په ضد مظاهری کوي.

پریکړه شویده چې د مخالف پاڅون د خبلو دپاره د سوریی د حکومت د مرګانیو حملو د ادامی له کبله په دی ټولنی کی د سوریی غړیتوب وځنډول شو.

د سوریی سرکاری تلویزیون په دمشق، الیپو او نورو ښارونو کی د حکومت د پلویانو د ننیو مظاهرو اوغونډو فلمونه وښودل. زیاترو مظاهره چیانود سوریی بیرغونه اود جمهورریس اسد عکسونه رپول.

پرون د شنبې په ورځ د عربو ټولنی رای ورکړه ، که د اسد حکومت ددغه سیمه ایز بلاک غوښتنه له نظره وغورځوی د مخالفانوسره خبرو او ته غاړه کی نه ږدی او په مخالفانو باندی دغه د اتومیاشتو راهسی روانی حملی بندی نه کړي ، نو سر د چارشنبې د ورځی نه به سوریه، که ددې ټولنی غړي نه وي.

د سوریی د حکومت وفادارانو د عربو د ټولنی په اقدام باندی د قار له امله پرون په دمشق کی د سعودی عربستان او قطر په سفارتونوباندی حملی وکړی. دغه دوه هیوادونه ، ددغه دوه ویشت کسیزی ټولنی غړی دی او د سوریی په ضد رای ګیری کی شامل وو.

سعودی عربستان د سوریی په پای تخت کی په خپل سفارت باندی حمله وغندله ، وایی په دغه ملک کی د خپل سفارت د امنیت اوخوندیتوب مسول دمشق بولی. د سعودسی رسمی خبری اژانس وایی د عربو د ټولنی ضد مظاهره چیانود سفارت په ودانی د تیږو ګوزارونه کړیدی، کړکۍ یی ماتی کړی او دفترونه چور کړیدی. همداشان ډیر زیات خلک د قطر د سفارت نه د باندی غونډ شول او بیا په زور سفارت ته ورننوتل.

د ترکیی خبری اژانس اناتولیه وایی د اسد پلوی مظاهره چیانو همدغه راز کوشش وکړ چه د ترکیی سفارت او په الیپو او لتاکیا کی د ترکیی قونسلګریو ته ننوزی. ترکیه د عربو د ټولنی غړی هیواد نه دی، خو په سوله ایزو مظاهره چیانو باندې د سوریی د حکومت د حملو کلک مخالف دی.
سوریی د نوامبر په دویمه د عربو د ټولنی پلان لاس لېیک کړیدی ، خو تشدد لا زیات شوی دی او په مخالفانو باندی د حکومت د امنیتی قواوو په حملو کی تر اوسه پورې د ١٥٠ نه زیات ملکی خلک وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG