د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې د عربي ټولنې اعلامیه رد کړه


سوریې د عربي ټولنې اعلامیه رد کړه
سوریې د عربي ټولنې اعلامیه رد کړه

عربی ټولنې پرون دیکشنبی په ورځ په قاهره کې اضطراری غونډه وکړه او له غونډې نه وروسته یې دغه اعلامیه خپره کړه . په اعلامیه کې راغلی دی مخکی لدی نه چې ډیرناوخته شی دوینی توییدل باید ختم شی. اعلامیه وايي، دعربی ټولنې عمومی منشی نبیل العربی چمتو دی چې سوریې ته سفر وکړي چې غواړي دغه ستونزه حل کړي مګر دا یې ونه ویل چې دغه سفر به کله کوي.

سوریې په ځواب کې احتجاج وکړچې عربی ټولنه دډېپلوماتیکی پروټوکول نه سرغړونی کوی او وايي، دمشق دغه اعلامیه داسی ګڼی چې هیڅ موجوده نده .

ملګری ملتونه وايي، دمارچ له میاشتی نه راپدی خوا چې دغه احتجاجونه پکی پیل شویدی، ٢٢٠٠تنه وژل شویدی. مظاهره چیان داصلاحاتو او د سوریې د جمهوررییس بشارالاسد یولس کلنی استبدادی دورې پای ته د رسولو غوښتنه کوله.

د سوریې دبشری حقوقو مبارزین وايي، امنیتی قواو دشنبی او یکشنبی په ورځ لږترلږه څلور ملکیان ووژل چې دمخالفینو دفعالیت له ټولو نه وروستی ځپل دی. دوی وايي، دوه تنه په شمالی ولایت ( ایدلیب)، یو په جنوبی ولایت درعه او بل د دمشق څنګ ته په هراسته کې ووژل شو.

دترکېې جمهوررییس عبداله ګل پرون دیکشنبی په ورځ وویل، انقره په سوریې نور باور نلری. دترکېې دولتی خبری آژانس انتولیا د ښاغلی عبداله ګل له قوله وايي، حالات داسی پړاو ته رسیدلی دی چې دسوریې دحکومت هر عمل به ډیر ناوخته او ناکافي.

دسوریې رسمی خبری آژانس سنا وايي، ښاغلی اسد پرون دیکشنبی په ورځ دمطبوعاتو نوی قانون نافذ کړ چې له حکومت نه غواړي په محلی خبریالانو لګیدلی بندیزونه لیری کړي او مستقلو خبري آژانسونو ته اجازه ورکړی چې په هیواد کې فعالیت وکړي.

د سوریې حکومت په هیواد کې اکثره خارجی خبریالان له کارکولو نه منع کړیدی نو دا مشکله ده چې دناارامی په باره کې رپوټونه تایید شی . دسوریې مخالف مبارزینو دښاغلی اسد پخوانی وعدی چې دا صلاحاتو په باره کې یې کړی وي، رد کړي چې دا بې معنی دي په داسی حال کې چې حکومت داحتجاج کونکو ځپلو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG