د لاس رسي وړ اتصالات

اسد د سوریې دننه بیځایه شویو خلکو ته خوندي سیمې ردوي


ملگري ملتونه هم د خوندي سیمو جوړول ردوي او وایي دا چې د مختلفو اړخونو ترمنځ جگړه روانه ده، حالات ددې کار لپاره سم دي
ملگري ملتونه هم د خوندي سیمو جوړول ردوي او وایي دا چې د مختلفو اړخونو ترمنځ جگړه روانه ده، حالات ددې کار لپاره سم دي

د سوریې جمهور رئیس بشارلاسد هغه وړاندیز چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ یې ملاتړ کاوه رد کړ چې غوښتل یې په سوریه کې دننه مهاجرو او بې ځایه شویو خلکو ته خوندي سیمې ایجاد شي.

ښاغلي اسد د یاهو د خبري څانگې سره په مرکه کې دننه په سوریه کې د خوندي سیمو جوړول رد کړل خو په ډاگه یې کړه چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د واشنگټن سره همکارۍ ته ښه راغلاست وایي. د هغه په وینا په دې شرط چې متحده ایالات د سوریې د حاکمیت او وحدت په هکله "څرگند سیاسي موقف" غوره کړي.

بشارالاسد په احتیاط سره د جهادیانو پر وړاندې جگړې د امریکا د متحده ایالاتو د نوي حکومت پاملرنې ته هر کلی ووایه په کومه جگړه کې چې ښاغلي ټرمپ د دمشق د متحد او ملاتړي هیواد روسیې سره د ممکنې همکارۍ اشاره کړې ده.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د واکمنۍ پر وخت متحده ایالاتو د اسد د گوښه کیدو غږ کاوه او د هغه د پرزولو لپاره یې د یاغیانو سره په جگړې کې ملاتړ کاوه. د سوریې حکومت دننه په سوریه کې د امنو سیمو رامنځ ته کیدل چې د قطر په گډون د یاغیانو ملاتړي یې پلوي دي رد کړل.

ښاغلي اسد په مرکه کې ویلي دي چې دا زمونږ د ټولو هیواد دی او دلته د امنو سیمو جوړولو ته اړتیا نشته. د هغه په وینا دا ډیره عملي او کم لگښته ده چې د امنو سیمو د رامنځ ته کولو پرځای "دا هیواد باثباته کړای شي".

ملگري ملتونه هم د خوندي سیمو جوړول ردوي او وایي په داسې حال کې چې په سوریه کې د مختلفو اړخونو ترمنځ جگړه روانه ده، حالات ددې کار لپاره ښه نه دي.

ښاغلي ټرمپ د وړاندیز شویو خوندي سیمو د جوړولو په هکله زیات څه نه دي ویلي خو یواځې دومره یې ویلي دي چې لگښت به یې د خلیج هیوادونه ورکړي.

په سوریه کې جگړه د مختلفو اړخونو ترمنځ ده خو زیاته پاملرنه د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې جگړې ته ده. روسیه د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د متحدینو ملاتړ کوي. د امریکا متحده ایالات د کردانو او عرب جنگیالیو او ترکیه د سوري یاغیانو ملاتړي دي. د امریکا متحده ایالاتو سوریې ته ځانگړي ځواکونه استولي چې د کردي پیشمرگه جنگیالیو او د هغوی د متحدینو ملاتړ وکړي خو دا کار د سوریې د پوځ سره په همکارۍ نه کوي.

ماسکو وایي تیره میاشت ښاغلي ټرمپ او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې او نورو تروریستي ډلو پر ضد جگړه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د " رښتینې همکارۍ" په رامنځ ته کولو تیلیفوني خبرې کړې دي. خو د کارپوهانو په اند داسې نښې نښانې نشته چې امریکا دې د سوریې سره په دې اړوند همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG