د لاس رسي وړ اتصالات

اسد: یواځې د سوریې د خلکو په غوښتنه واک پریږدم


د سوریې جمهور رئیس وایي د ایران مرسته چې پوځي تکنالوژي یې د سوریې حکومت ته برابره کړې ده، په سوریه کې د ترهگرۍ ضد مبارزې لپاره خورا مهمه ده.

د سوریې جمهور رئیس وایي د ایران مرسته چې پوځي تکنالوژي یې د سوریې حکومت ته برابره کړې ده، په سوریه کې د ترهگرۍ ضد مبارزې لپاره خورا مهمه ده.

د سوریې جمهور رئیس ویلي دي چې یواځې هغه وخت چې که د سوریې ولس وغواړي نو له واک څخه به لاس واخلي. هغه د روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د لویدیځو ځواکونو تر فشار لاندې به له واک څخه گوښه نه شي.

ښاغلي اسد ویلي دي هماغسې چې جمهور رئیس د انتخاباتو له لارې د خلکو پر رائیو ټاکل کیږي او قدرت ترلاسه کوي، د گوښه کیدو په صورت کې هم باید خلک دا غوښتنه وکړي، نه دا چې د هغه په وینا متحده ایالات، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا یا د ژنیو کنفرانس داسې پریکړه وکړي.

د سوریې جمهور رئیس وایي د ایران مرسته چې پوځي تکنالوژي یې د سوریې حکومت ته برابره کړې ده، په سوریه کې د ترهگرۍ ضد مبارزې لپاره خورا مهمه ده.

له ایران څخه سوریې د شیعه جنگیالیو د استولو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي، خو د ښاغلي اسد په وینا ایران دمشق ته پوځي ډلې نه دي استولي.

د سوریې جمهور رئیس همداشان ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی چې په سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو د پرمختگ مخنیوی وکړي.

په ٢٠١١ کال کې په سوریه کې د کورنۍ جگړې له پیل وروسته په هغه هیواد کې د جگړې د پای ته رسیدو لپاره لویدیځ ځواکمن هیوادونه د بشارالاسد گوښه کیدل غواړي.

په دې ترڅ کې روسیې تل ټینگار کړی چې د اسد گوښه کیدل باید د کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره مخکنی شرط نه اوسي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د اسد له حکومت سره به پوځي مرستو ته دوام ورکړي. له دې دمخه واشنگټن د سوریې د جگړې په لیکو کې د روسي پرمختللو تجهیزاتو د شتنون په هکله خبرداری ورکړی و.

په تیرو څلور کالو کې د سوریې په جگړې کې ۲۴۰ زره سوري وگړي چې اکثر یې ملکي خلک وو وژل شوي دي او ددې هیواد په میلیونو وگړي مهاجر او یا دننه په هیواد کې بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG