د لاس رسي وړ اتصالات

بشارالاسد: د سوریې خلاف پوځي اقدام ځواب لري


بشارالاسد: د سوریې خلاف پوځي اقدام ځواب لري
بشارالاسد: د سوریې خلاف پوځي اقدام ځواب لري

یوه ورځ وروسته له هغې چې جمهور رئیس بشارالاسد په خپل هیواد کې د سیاسي بی ثباتۍ په اړوند د خپل رژیم له خوا د مظاره کوونکو د ځپلو دفاع وکړه او وې ویل د لویدیځو هیوادونو لخوا پر هغه نیوکې کومه معنی نه لري.

د ملګرو ملتونو د د بشري حقونو شورا په سوریه کې د تاوتریخوالي د ارزونې لپاره یوه فوق العاده غونډه وکړه.

ښاغلی اسد د یکشنبې په شپه د دولتي تلویزون سره په مرکه کې وویل د هغه امنیتي ځواکونو د تیرې پنځه میاشتنۍ غوغا په وړاندې پرمختګ کړی دی.

هغه وویل د غوغا په اړوند اندیښنه نه لري او خبرداری یې ورکړ چې د هغه د هیواد په وړاندې هر ډول پوځي عمل به ځواب ولري.

XS
SM
MD
LG