د لاس رسي وړ اتصالات

پر مظاهره کونکو د سوریې قواووې مرګانی برید


پر مظاهره کونکو د سوریې قواووې مرګانی برید

پر مظاهره کونکو د سوریې قواووې مرګانی برید

په سوریه کې د بشري حقوقو فعالین وايي چې ددغه ملک امنیتي قواوو یو جومات ته څیرمه پر حکومت ضد مظاهره کونکو باندي چې د مظاهرو دپاره راغونډ شوي وو، یو مرګانی برید وکړ. خو حکومتي مطبوعاتو بیا د چارشنبې د ورځې د برید پړه د بدماشانو پر یوې وسله والې ډلې باندي وراچوي.

د سوریه خبري آژانس سنا د یوه حکومتي چارواکي له قوله وايي چې دغه وسله والې ډلې د عمري جومات څنګه ته پر یوه امبولانس باندي برید وکړ او یو ډاکټر، یو نرس او یو ډریوری یې وواژه. ريپوټ زیاتوي چې د سوریې امنیتي قواوو د مسلح بدماشانو سره نښتې وکړې او په نتیجه کې یې ځیني ونیول.

د ریپوټونو له مخې په دې نښتو کې د سوریې څو امنیتي قواووې هم وژل شوي دي.

خو په سوریه کې د بشري حقوقو فعالین بیا ادعا کوي چې د سوریې امنیتي قواوو جومات ته څیرمه پر مظاهره کونکو باندي چې د سیاسي بدلون او اصلاحاتو د پاره راغونډ شوي وو برید وکړ او په نتیجه کې یې ۶ کسه ووژل شول.

دغه متزاد ريپوټونه سر نه سره خوري.

د یادونې وړ ده چې امنیتي قواوو د جمعې په ورځ ۴ مظاهره کونکي د دارا په سیمه کې ووژل. دغه راز د یکشنبې په ورځ هم یو مظاهره کونکی ووژل شو او یو ۱۱ کلن ماشوم د اوښکي بهونکي ګاز له امله مړ شو.

په دې خاطر چې په سوریه کې نظام برقراره شي د سوریې جمهور ریْس بشرالاسد د سې شنبې په ورځ د دارا د ولایت والي د خپلې وظیفې نه ګوښه کړ خو د هغه برکنارۍ په سیمه کې آرامي را نه وسته او مظاهرې لاپسي وغزیدې او نورو ښارونه ته هم خپرې شوې.

XS
SM
MD
LG