د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې قواوو د درعې پر ښار برید کړی


د سوریې قواوو د درعې پر ښار برید کړی

د سوریې قواوو د درعې پر ښار برید کړی

په سوریه کې د بشري حقوقو څارونکي واېې چې حکومتي ځواکونو په جنوب کې د درعې په ښار باندې برېد پیل کړی دی. پروسږکال په پسرلي کې د سورېې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پرخلاف ولسي پاڅون لومړی په درعې کې پیل شو.

په لندن کې دسورېې دبشري حقوقو د څارنې موسسه واېې چې نن په درعې کې د حکومتي ځواکونو د ېوه پراخ ېرغل له امله څلور کسان وژل شوي دي. په دغه ښار کې دولتي عسکرو د مخالفانو وسله والو جنگیالو سره په جنگ کې د ټانکونو نه کار واخیستی.

له بلي خوا نن د چین حکومت وویل چې خپل ېو لوړ پوړی ډېپلومات لېږي چې ددغه هېواد د روان بحران د حل لپاره کوښښ وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبریالانو ته وویل چې د چین دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال ژایې جون به د جمعې په ورځ دمشق ته ورسېږي خو وېاند دا ونه وېل چې هغه به د چا سره خبرې کوي. وېاند وویل غواړم چې دومره ووایم چې چین غواړي چې د سورېې د بحران د حل لپاره ېوه سوله اېزه لاره ومومي.

په روانه مېاشت کې چېن او روسېې دملگرو ملتونو دامنېت په شورا کې هغه مسوده وېټو کړه چې د سورېې د جمهورېس بشارالاسد غندنه په کې شوې وه.

په عین وخت کې توقع کېږي چې دملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به دهغې مسودې کلک ملاتړ وکړي چې په سوریه کې د بشري حقوقو د سر غړونو او حکومتي ځواکونو د ظلم د غندلو په خاطر وړاندې شوې ده. په مسوده کې غوښتنه شوې چې د سورېې حکومت باید خپل تیری پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG