د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې یو هوايي برید لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل


د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې وژل شوي او ژوبل شوي ټول ملکیان دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې وژل شوي او ژوبل شوي ټول ملکیان دي.

له سوریې نه راپورونه وايي د حکومت جنګي الوتکو دمشق ته نژدې په یو بازار باندې هوايي بریدونه کړي او لږ تر لږه ۶۰ تنه وژلي او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د اسوشټډ پرس خبري اژانس وايي چې برید د یاغیانو تر ولکې لاندې د دوما په بازار کې په داسې وخت کې شوی چې د خلکو گڼه کوڼه زیاته وه او د اوونۍ د کار په لمړۍ ورځ کې پېر او پلور کاوه.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې مشر عبدالرحمن وویل " لومړني معلومات ښيي چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان ټول ولسي خلک دي."

دا تر دې دمه د حکومت تر ټولو خونړی او وژونکی برید بلل کیږي.

د ۲۰۱۱ کال له پیل راهیسې چې د سوریې کړکیچ پيل شوی دی، د فعالانو په وینا تراوسه د دواړو خواو په بریدونو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا برید په داسې مهال شوی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر سټیفن سوريي ته تللی چې حالات له نژدې وګوري.

هغه په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي "د نړیدلو کورونو ترڅنګ، ډېر قدونه او قامتونه هم نړیدلي دي. "

فعالان وايي د سوریې د تاوتریخوالي له پیل راهیسې، دا د حکومت له لوري تر ټولو وژونکی او خونړی برید دی.

د سوریې حکومت هوایي بمباریو د یاغیانو تر ولکې لاندی سیمو باندې په تیرو پنځو کلونو کې زرگونو کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG