د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د 'کیمايي موادو' برید ۵۸ تنه وژلي


برید د سوریې د مخالفانو تر واک لاندې سیمې کې شوی دی تصویر: ارشیف

راپورونه وايي چې په سوریه کې په یو هوايي برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د سوریې فعالان وايي برید د ادلب په ایالت کې شوی او شک کیږي چې کیماوي مواد په کې کارول شوي دي.

ډاکټران وايي دا برید په سوریه کې د کورني جنګ له پیلېدو راهېسې تر ټولو ناوړه دی، برید د سه شنبې په ورځ د خان شیخون په سیمه کې شوی دی.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو مېشته ډله وايي برید ۵۸ کسان وژلي چې ۱۱ یې ماشومان دي. د ادلب مطبوعاتي مرکز وايي لسګونه کسان داسې وژل شوي چې ساه یې بنده شوې او خپه شوي دي.

یو مطبوعاتي فعال د پېښې سیمې ته نژدې اسوشیټډپرس ته وویل ځينې کسان په بد حالت کې وو او د ځینو له پوزې او خولې وینې روانې وې. دا ډول پېښه معمولآ هغه وخت کیږي چې کوم ډول کیمیاوي مواد په فضا کې وپاشل شي.

د سوریې بشري فعالان ادعا کوي چې برید د بشارالاسد وفاداره ډلو کړی دی.

تر اوسه حکومت او یا کومې بلې نړیوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه شوې چې په دغه برید کې څه ډول کیمیاوي مواد استعمال شوي دي.

دا په یوې اونۍ کې دویم ځل دی چې ادعا کیږي د سوریې په جنګ کې کیمیاوي مواد استعمالیږي. تر دې مخکې ادعا شوې وه چې د حما په ایالت کې هم په یو برید کې کیماوي مواد کارول شوي دي.

نننی خبر داسې مهال خپریږي چې ټاکل شوې په بروکسل کې د سیمې هېوادونه د سوریې په اینده خبرې وکړې، د اروپايي ټولنې لوړپوړی استازی فډریکا مغیراني به د دغې غونډې کوربه وي.

د سوریې امریکایي طبي ټولنې، چې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې له ډاکټرانو سره مرستې کوي، سیمې ته استازي استولي چې خبره معلومه کړي. ملګري ملتونه وايي په ادلب کې شاوخوا ۹۰زره خلک اوسیږي چې د سوریې مخالفان یې کنترولوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د سوریې حکومت په تېرو څو وروستیو میاشتو کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې لږ ترلږه اته داسې بریدونه کړي، چې کلورین ګاز په کې استعمال شوي او شاوخوا ۲۰۰ ملکیان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG