د لاس رسي وړ اتصالات

په عربي اتحاد کې د سوریې غړیتوب وځنډول شو


په عربي اتحاد کې د سوریې غړیتوب وځنډول شو

په عربي اتحاد کې د سوریې غړیتوب وځنډول شو

دعربو اتحآدېې په خپل عاجل مجلس کې چې په قاهره کې نن پېل کړېدی دافېصله وکړله چې د سورېې غړېتوب په دغه اتحادېته کې ترهغه وخت پورې وځنډوي چی د بشار الاسد حکومت هغه ټول شېان عملی کړی چې دوی پرې توافق کړی و.

د سولی د پلان په برخه کې توافق کې داشامله وه چې حکومت دناراضېانو خلاف سخت اقدامات ترک کړی. د قطر صدراعظم اودعربو داتحآدېې مشر حماد بن جاثم التهانی خبرېالانو ته ووېل چې سورېې خپل غړېتوب په دغه 22 کسېزه اتحآدېته داغدار کړېدی. پکارده چې خپلې قواوی له سړکونو نه په شا کړی. ښاغلی تهانی پرعربی هېوادونو هم غږ وکړ چې خپل سفېران له سورېې نه وغواړی او دسورېې خلاف په اقتصادی بندېزونو غور وکړی.

دسورېې حکومت په خپلو ناراضېانو باندی سخت برېدونه کوی او داسی باور کېږی چې تراوسه پورې ېې تر 3 زرونه زېات ناراضېان وژلی وی.

دسورېې ناراضې مظاهره چېان نن د شنبی په ورځ د عربو داتحاد ېې له دفترنه بهر راټول شوی وو او وزېران ېې دېته وهڅول چې دسورېې غړېتوب دعربو په اتحآدېه تعلېق کړي. دبشری حقوقو ادارو او نورو فعالېنو هم د جمعی په ورځ همدغه راز غوښتنه کړی و. ددغو غوښتنو له امله دسورېې غړېتوب دعربو په اتحادېه کې تعلېق شو.

نور تفصېل :

دبشری حقوقو مبارزین وائې، دسوریه قواو پرون دجمعی په ورځ په درست هیواد کې دحکومت ضد مظاهرو په وخت کې لږترلږه دیارلس تنه ووژل په داسی حال کې چې حکومت دنویو تورونو سره مخامخ دی چې دبشریت په خلاف د جنایت مرتکب شوی دی.

دسورئې دبشری حقوقو دڅارنی ډله وائې، دجمعی دورځی اکثره وژل دحمص په سیمه کې شویدی . امنیتی قواو په ښارکې دتلاشی په وخت کې چې دناراضیانو دپیدا کولو په پلمه ئې کوله

XS
SM
MD
LG