د لاس رسي وړ اتصالات

بان کې مون: د سوریې حکومت او د امنیت شورا دې د سوریې د بحران د حلولو لپاره اقدام وکړي.


د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کې مون
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کې مون
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کې مون وايي چې سوریه «پخپله ځان تباه کوي.» هغه د سوریې په حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا غږ وکړ چې اقدام وکړي.

ښاغلی بان چې پرون یې د نیویارک په ښار کې د بهرنیو اړیکو شورا ته خبرې وکړي زیاته کړه چې د سوریې د بحران شاووخوا دوه کاله پوره کیږي او نړۍ اوس د دغه بحران ورځې او ساعتونه نه حسابوي بلکه د وژل شوي کسان شمیري. هغه وویل:« یوه بله ورځ، نور سل، دوه سوه، درې سوه ووژل شول. نښتې زور اخلي، فرقه یې نفرت ورځ تربلې زیاتیږي. فاجعې او دجنګي جنایاتو مسایل د زیاتیدو په حال کې دي. جنسي تشدد خپور شوی دی. ورانی سیستماتیک دی. سوریې ټوټې ټوټې کیږي.»

هغه زیاته کړه چې د امنیت شورا باید دې ته لیواله وي چې په ګډه په سوریې کې د دیموکراتیک انتقال لپاره یوه طرحه جوړه کړي. هغه د سوریې د مخالفینو په مشر معاذ الخطیب باندې غږ وکړ چې د سوریې د حکومت سره د «یوه امید بښونکي سیاسي لارې» په اړه خبرې وکړي.
د سوریې د بحران په اړه بیا د امنیت د شورا د غړو ترمنځ اختلافات سته. تر دغه دمه، روسیې او چین، چې د امنیت د شورا دایمي غړي دي، د سوریې د حکومت خلاف د دغې شورا درې پریکړه لیکونه ویټو کړي دي.
XS
SM
MD
LG