د لاس رسي وړ اتصالات

په ټوله سوریه کې اوربند ټینگیږي


هغه ډلې چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له نظره ترهگرې گڼل کیږي، په دغه اوربند کې شاملې نه دي
هغه ډلې چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له نظره ترهگرې گڼل کیږي، په دغه اوربند کې شاملې نه دي

په ټوله سوریه کې د اوربند د ټینگیدو لپاره د موافقې له لاسلیک وروسته چې ټاکل شوی د دسامبر په ٣٠ د جمعې د ورځې په سهار نافذ شي د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سوریه کې میشتو روسي پوځیانو ته امر وکړ چې په هغه هیواد کې خپل شتون راکم کړي.

ښاغلي پوتین دا واضح نه کړه چې څومره شمیر روسي پوځیان به له سوریې څخه ووځي، خو وویل چې روسیه به په سوریې کې د نړیوالو ترهگرو پر ضد جکړې او د سوري ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د اوربند دغه نوې موافقه د سوریې د شپږ کلنې جگړې د پای ته رسولو په مقصد رامنځ ته شوی دی، که څه هم چې دمخه هم څو ځلې دا ډول هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د روسیې جمهور رئیس وویل چې روسي پوځیان به د لاذقیه په هوایي اډې او د طرطوس د بندري ښار په سمندري اډه کې پاته شي.

د اوربند د موافقې له مخې د سوریې د حکومت پلوي ځواکونه او مخالفینو یې ژمنه کړې چې د هوایي حملو په گډون له بریدونو نه ډډه وکړي او د خپلې ولکې لاندې سیمو د پراخولو نه چې مقابل لورې ته تاوان رسوي، لاس واخلي.

د سوریې په جگړې کې د دخیلو اړخونو ترمنځ د اوربند موافقه چې د روسیې او ترکیې په میانځگړیتوب رامنځ ته شوی د دسامبر د ٣٠ د جمعې د ورځې له سهار څخه نافذه شي.

ترکیې هم ددغه موافقې هرکلی کړی او ویلي یې دي هغه ډلې چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له نظره ترهگرې گڼل کیږي، په دغه اوربند کې شاملې نه دي. د ترکیې څرگنده اشاره د اسلامي دولت ډلې او د القاعده اړوند د فتح الشام غورځنگ ته وه چې په سوریه کې جنگیږي.

روسیه او ترکیه چې ددې اوربند میانځگړي وو د سوریې وضیعت به له نژدې څاري. روسیه د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد قوي متحد ده او ترکیه د سوریې د حکومت د مخالفینو ملاتړې ده.

XS
SM
MD
LG