د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې نن اوربند پیل شو


په سوریه کی نن پیل شوی اوربند تر ډیره حده پوري رعایت شویدی، خو په ځینو ځایونو کی د تشدد پیښې شویدي.

دولتي مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې د حما د ولایت، مرکزي ښار سلمانیې ته څیرمه د موټربم په چاودنه کی دوه عسکر وژل شویدي. چاودنه د سلیمانیې د ښار دخولې دروازې سره نژدې شویده. سمدستی هیچا ددې چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د رپوټونو له قراره ، د ترکیی سرحد ته نژدی، د لټاکیا په ولایت کی د حکومتي قواوو او د یاغیانو د ډلو ترمنځ نښتې شویدي.

دغه اوربند چې د امریکا او روسیی په منځگړیتوب شویدی او د دمشق په وخت، ماښام نیمه شپه پیل شو. د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو د مذاکرو عالي کمیټې نن بیان خپور کړیدی چې په کښي راغلي چې ٩٧ ډلو ددغه اوربند د رعایت ژمنه کړیده .

د اسلامي دولت ډله او د القاعدې ملگرې ډله، یعنی د النصره جبهه، په دې اوربند کې شامل نه دي.

د تشدد دغه پیښې د هغې نه ورسته کیږي چې په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سمنتا پاور د سوریې په حکومت او په روسیې باندي انتقاد کړیدی چې هوايي بمباریو ته ادامه ورکوي. نوموړي پر دواړو هیوادونو غږ وکړ چې سیاسي حل لاره دي غوره کړي

هغې داسي وویل ،،پر هغو سیمو چې د سوریې حکومت او روسیې بمبارۍ کړیدي، یوه یې د درعا ښار او بل سیمه یې هم دمشق ته نژدی یو کلی دی. په دغو سیمو کې د اسلامي دولت د ډلې یا النصره د ډلی کسان نه دي موجود داسي ښکاري چې دوي د تشدد د مخنیوي په هکله جدي نه دي.،،

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف د جمعې په ورځ وویل چې د اوربند کامیابي د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو پوري اړه لري.

په عین حال کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وویل چې هر هغه څه چې په وس کې یې دي، د دغه تړون د کامیابۍ لپاره به يې وکړي.

XS
SM
MD
LG