د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې مستورا د ژنیو نه د ملګرو ملتونو د امنیت شوار ته د ویډیو کنفرانس د لارې هیله څرګنده کړه چې په موقتي توګه د جګړو د ودرلو پر سر د موافقې له برکته به "بشري مرستندویه مواد خلکو ته ورسیږي."
دغه اوربند د سوریې په محلي وخت بیګاه شپه نافذ شو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شوار پنځلسو غړیو هیوادونو هم د اوربند پر سر دغه موافقه چې د متحده ایالاتو او روسیې په مشرۍ جوړه شویده، منظوره کړه.
ملګرو ملتونو یوې خاصې ډلې ته دنده ورکړیده چې په سوریه کې دغه موقتي اوربند د نږدې نه وڅاري.
د القاعده د شبکې پورې تړلې ډلې او د اسلامي دولت یا داعش ډله پدې اوربند کې نده شامله. په همدې حال کې د القاعده د شبکې یوه مشر ال ګولاني په یوه صوتي پیغام کې ویلي دي چې " دغه اوربند د غرب او شعیه ګانو لخوا غداري ده. "
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم ویلي دي چې د هغه په قول " د دغه اوربند د عملي کیدو نه وروسته به هم د تروریستانو په مرکزونو د مسکو د هوایي ځواکونو بریدونه روان وي.
په همدې حال کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن ډې مستوار وایي چې د سولې د خبرو دویم رونډ به د راتلونکې میاشتې په 7مې نیتې د دوشنبې په ورځ پیل شی.
ښاغلي ډي مستوراوایي د سولې دا خبرې پدې شرط پیل کیدی شي که چیرته په موقتي توګه د اوربند پر سر شوې موافقه عملي شي.