د لاس رسي وړ اتصالات

د م م د هڅو سربیره، په سوریې کې تازه نښتې شویدي


د سوریې د بشري حقوقو فعالین وایي حکومتي ځواکونو د یاغیانو په څو مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.

بریدونه په داسي وخت کې شوي دي چی عربی ملکونو په سوریې کې د تشدد د ختمولو لپاره یو ځل بیا دپلوماتیکې هڅې پیل کړي دي.

په بریتانیی کې، د سوریې د بشري حقوقو د څار ډله وایي نن جمهور ریس بشار السد ته وفاداره ځواکونو هڅه وکړه چې د راستن په ښار باندې هجوم وکړي، چې په نتیجه کې یې جګړه وشوه او ۳ حکومت پلوه پوځیان پکښې ووژل شول. دغه ډله دا هم وایي چې د سوریی په شمال او جنوب کې هم نښتې شوي دي.

د نښتو راپورونه په داسي وخت کی ورکول کیږي چی یوه ورځ وړاندې کوفي عنان چی د ملګرو ملتونو او د عربي ټولني لخوا د سوریې لپاره د خاص استازی ټاکل شوي وویل چې د سوریې حکومت د ده د سولې پلان منلی دی چې په ترڅ کی به یې د سوریې د حکومت او یاغیانو تر منځ ډز بندیز وشي. هغه د سوریې د حکومت نه غوښتنه کړي چې سمدستي دغه پلان عملي کړي

XS
SM
MD
LG