د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د سولي خبري بیا د خنډ سره مخ دي


د سوریې اوپوزیسون وايي چې د سوریې د حکومت سره یې د سولې خبري د یوه خنډ سره مخامخ شوي دي. دا په داسي حال کي ده چې دواړې خواوو د دویم ځل دپاره په ژینیو کي د څو ورځو په لړ کي بیا سره ګوري خو په دویم ځل هم داسي خاص پرمختګ رامنځ ته شوی نه دی.


د ملګرو ملتونو استاځی لخدر براهیمي د شنبې په ورځ د دواړو خواوو سره یوځل بیا ګوري ترڅو هڅه وکړي چې د خنډ سره مخامخ شوي مزاکرات بیرته پر سم مسیر باندي سوق کړي. داسي اندېښنې موجودې دي چې د سولي خبرې به پشپړه توګه بندې شي.


د سوریې مخالفین وايي چې باید انتقالي حکومت رامنځ ته سي او بشارالاسد دي په کښي حضور ونلري خو حکومت بیا وايي چې د سولې د خبرو هدف باید د ترهګرۍ پرضد مبارزه وي. حکومت یاغیانو ته د ترهګرو په سترګه ګوري.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ وویل چې د سوریې پر ولسمشر باندي به فشار وارد سي چې په خپل هېواد کي تشدد بند کړي په داسي حال کي چې د متحدینو سره به پر دې کار وسي چې د سوریې شخړې ته یوه اوږد مهاله حل لاره پیدا کړل سي. ښاغلي اوباما داسی وویل ،،مونږ اوس هم پر دې باندي غور کوو چې د سوریې دننه څه ډول یو داسي بدلون رامنځ ته شي چې په لړ کي به یې یوه داسي سوریې رابرسیره سي چې سوله ایزه به وي ، په کښي به ټولو ډلو ته احترام موجود وي، وژل به په کښي بند شي او یو داسي حکومت به رامنځ ته سي چې د ټولنې استاځیتوب وشي کړای او ټولو ته سوله او ثبات راوستلای شي.،،


ښاغلي اوباما دا خبرې د اوردن د پاچا عبدالله سره په کلیفورنیا کي د لیدلو پرمهال وکړې.

د سوریې عام خلګ څه وايي؟

په سوریې کي ځیني خلګ چې د یاغیانو له خوا په کنټرولېدونکي ښار حمص کي بند پاته وو د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي د ښار نه د رواتلو قصې کوي.

د هغه جملې څخه یو د پوهنتون محصل دی چې د خپل نوم د اخیستلو نه ډډه کوي. هغه په حمص کي په یوه پوهنتون کي بند پاته و. نوموړی خپله قصه داسي کوي. ،،زه د پوهنتون یو محصل یم. زه د حمص په ښار کي د بعث په پوهنتون کي درس وایم. مونږ دننه بند پاته شوو او زه دباندي نشوای راوتلای. وسله والې ډلې حاکمې شوې . زمونږ په مینځ کي ځینو وسلې پورته کړې او نورو د دې کار نه ډډه وکړه. زه د هغو کسانو په ډله کي وم چې دا کار مي ونکړ. د خدای څخه شکر باسم چې دا کار مي ونکړی. وروسته وسله والو ډلو پر مونږ باندي فشار راوړی چې موانعې ګانې جوړې کړو چې خپل ځانونه وژغورو. کله چې عوربند وشو نو یو کس راغی او مونږ ته یې وویل چې خدای دي ستاسو سره وي. تاسی اوس راوتلای شی.،،


د آزاد شوي کس لور وايي خوشحاله ده چې پلار یې راخلاص شوی دی.

د سوریې حکومت: مونږ ټولو ملکیانو ته موقع ورکړې چې د جګړو د سیمو ووځي

د حمص په ښار کي د ملکیانو د بند پاته کيدو په هکله د حمص والي طلالبارزي داسي وايي ،،مونږ د ملګرو ملتونو سره موافقه وکړه او په لړ کي یې د سوریې مشرتابه او حکومت د ملکیانو د وتلو دپاره د زمینې د مساعېدېدو امر صادر کړ چې ټولو ملکیانو ته باید چانس ورکړل سي چې د حمص د ښار څخه ووځي.

د یادونې وړ ده چې د هغه وخت راهیسې چې د دواړو خواوو ترمنځ عوربند اعلان شوی دی تر اوسه پوري د ملګرو ملتونو او د سوریې د سرې میاشتې له خوا ۱۴۰۰ کسه د حمص د ښار څخه د یوې اونۍ په ترڅ کي راایستل سوي دي.

په عین حال کي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیا خپلو مزاکراتو ته ادامه ورکوي چې د یوه داسي پریکړه لیک مسوده تیاره کړي چې د نورو مسایلو ترڅنګ د ملکیانو د بند پاته کيدو په هکله خپلې ژورې اندېښنې او خبرداری بیان کړي. ملګري ملتونه وايي چې ملکیانو ته د اشد ضرورت توکو رسول باید سیاسي بڼه غوره نکړي.
XS
SM
MD
LG