د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت: د حل لاره د واشنگټن او مسکو ترمنځ خبرې دي


دمشق، نومبر٢٠: د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی ستیفن دي مستورا د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره ولیدل.
دمشق، نومبر٢٠: د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی ستیفن دي مستورا د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره ولیدل.

د بشارالاسد حکومت د ملگرو ملتونو هغه پلان رد کړ چې د حلب په ختیځ کې یې د یوې خودمختاره سیمې د جوړولو سپارښتنه کړې وه. حکومت وایي یوې سیمې ته خپلواکي ورکول د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته صدمه رسوي.

د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم وویل چې متحده ایالتونه دې یاغیانو ته وسلې نه ورکوي چې د حکومت پر ضد جنگیږي. د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي "د امریکایانو د غلطیو د حل لاره دا ده چې مسکو او واشنگټن باید خبرې اترې وکړي او پر دې موافقه وکړي چې ترهگر څنگه مات کړي."

د ښاغلي معلم اشاره د منتخب جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ هغو خبرو ته وه چې په کمپاین کې ویلي چې د روسیې سره په گډه داعش ځپل کیدل شي. خو سوري چارواکی زیاتوي چې اوس لا هیڅوک څه نه شي ویلی چې د متحده ایالاتو نوی حکومت به د جنگ ځپلې روسیې په اړه څه پالیسي غوره کړي.

د سوریې ځواکونو نن د یکشنبې په ورځ هم د روسیې په مرسته پر ختیځ حلب بمبارۍ وکړه. په ځواب کې یاغیانو هم پر حکومتي سیمو راکټونه وویشتل او دواړو لوریو ته تلفات اوښتي دي.

د حقونو د څار ډله وایي چې پر ختیځ حلب کې په تیرو شپږو ورځو کې یو سل او پنځوس کسان وژل شوي دي. ملگري ملتونه وایي چې د حلب په دې ختیځ کونج کې شاوخوا دوه سوه او پنځه اویا زره کسان په جنگ کې محاصره دي.

د جمعې په ورځ په یو روغتون باندې برید شوی و چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د قربانیانو انځورونه خپاره شوې دي. د سوریې حکومت وایي روغتون دوی نه دی بمبار کړی.

حلب د سوریې دوهم لوی ښار دی. پر لویدیځه برخه یې حکومت او پر ختیځه برخه یې یاغیان واکمن دي.
حلب د سوریې دوهم لوی ښار دی. پر لویدیځه برخه یې حکومت او پر ختیځه برخه یې یاغیان واکمن دي.

د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی ستیفن دي مستورا وایي دغه پیښه باید په نړیوالو ستندردونو وڅیړل شي. هغه زیاتوي "موږ ته باید اجازه راکړل شي چې د ملگرو ملتونو له لوري یو څیړونکی پلاوی ور ولیږو، په پلاوي کې به د ملگرو ملتونو او نورو اړخونو کسان شامل وي چې د حلب په ختیځ او لویدیځ دواړو کې پر روغتونونو بمبارۍ وڅیړي."

په عین حال کې د سوریې په بله سیمه کې د کرد او عرب جنگیالیو ائتلاف وایي رقا ته نژدې یې د داعش څخه یوه ستراتیژیکه غونډی نیولې ده.

د سوریې د دیموکرات ځواکونه برهان ارکیش وايي "دغه کلی د داعش لپاره ډېر ستراتیژیک اهمیت لري چې اوس موږ بیرته ورڅخه ونیولو. موږ به خپل عملیات له همدې ځایه پیلوو، او همداسي به پر مخ ځو."

خو د بشارلاسد حکومت وایي چې هر ډول پوځي عملیات، هغه که دیموکرات دي، که منځلارې، که د ترکیې په مرسته دي او که متحده ایالتونو په مرسته، چې د سوریې له حکومت سره په گډه نه وي پلان شوي، هغه د هیواد ملي حاکمیت پرخلاف دي.

د بشارالاسد حکومت د کردانو عملیات هم غیرقانوني بولي او په سوریه کې د داعش پرضد د ترکیې د ترکیې پر هوایي او ځمکنیو پوځي مرستو هم نیوکې کوي.

XS
SM
MD
LG