د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د نوي اساسي قانون دپاره ریفوریندم وشو


په سوریه کې د نوي اساسي قانون دپاره ریفوریندم وشو
په سوریه کې د نوي اساسي قانون دپاره ریفوریندم وشو

په سوریه کې رای ورکونکي نن وختي د رایو مرکزونو ته ورغلل چې ددغه هیواد د نوي اساسي قانون په تړاو په ریفوریندم یا ټولپوښتنه کې رایې ورکړي. ویل کیږي چې په ټولې سوریې کې د ۱۴ زرو نه زیات مرکزونه پرانیستل شوي دي. دغه ټولپوښتنه د نوي اساسي قانون دپاره جوړه شوې وه.

په سوریه کې نن خلګ د رایو مرکزونو ته ځي چې په یوه ریفوریندم کې برخه واخلي چې د نوي اساسي قانون دپاره جوړ شوی دی.

بسام حداد چې په پلازمینې دمشق کې د رایو د یوه مرکز مشر دی وايي چې د خلګو اشتراک د هغه څه نه چې وړاند وینه یې شوې وه، ښه و. حداد داسي وايي: ،،د لومړنیو ساعتونو راهیسي په رای ګیرۍ کې د خلګو اشتراک ښه دی. خلګ د هغه څه نه چې مونږ یې پیش بیني کړې وه، ډیر دی. که د فیصدۍ په لحاظ یې سنجش وشي نو ښايي چې په کښي ۲۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی وي.،،

سما ترکمني په پلازمینې دمشق کې د خپلو اولادونو سره یوځای د رای ګیرۍ یو مرکز ته راغله چې د ولسمشر بشرالاسد څخه ملاتړ وکړي.

میرمن ترکمني داسي وايي: ،،زه نن دلته راغلې یم چې د ولسمشر بشرالاسد څخه ملاتړ وکړم. خدای دي هغه وساتي او د دښمنانو په مقابل کې دي ورته بریالیتوب ورکړي.،،

په نوي اساسي قانون کې به یوه ماده لیري شي او د بعث ګوند به د هیواد او ټولنې د مشرۍ څخه لیري شي. دغه راز په نوي اساسي قانون کې به سیاسي پلورلیزم یا په سیاست کې د ټولو قومونو ګډون ته هم لاره هواره شي. همداشان په نوي اساسي قانون کې به ولسمشري دوه ۷ کلنو دورو ته محدوده شي.

خو فعالینو چې د ولسمشر اسد د کورنۍ د ۴ لسیزې حکمرانۍ پرضد یې د میاشتو راهیسي پاڅون پیل کړی دی پر خپلو پلویانو یې غږ کړی چې ددغې رای ګیرۍ سره مقاطعه وکړي.

فعالین وايي چې په پلازمینې دمشق او شاوخوا سیمو کې چیري چې حکومتي ځواکونو تیره میاشت پاڅون کونکي وشړل، دوي به د رایو مرکزونو ته څیرمه مظاهرې وکړي او د نوي اساسي قانون جلدونه به وسوځوي.

د یادونې وړ ده چې د هغه وخت راهیسي چې بشرالاسد د خپل پلار نه واک په میراث واخیستی، تر اوسه پوري چارواکو په دغه هیواد کې دوه واري ریفوریندم دایر کړی دی. لومړۍ ریفوریندم په کال ۲۰۰۰ کې وشو او په لړ کې یې بشرالاسد ولسمشر شو او دویم هم ۷ کاله وروسته وشو او په کښي د هغه د ولسمشرۍ دوره تمدید کړه. په لومړي ریفوریندم کې هغه ۹۷،۲۹ فیصده رایې وګټلې او په بل کې یې ۹۷،۶۲ فیصده رایې وګټلې.

چارواکو دغو ریفوریندمونو ته د ولسواکۍ خطاب وکړ خو انتقاد کونکي بیا دا ادعا ردوي.

په داسي حال کې چې ریفوریندم روان دی د سوریې حکومتي قواووې په حمص او نورو ښارونو کې پر مظاهره کونکو باندي بریدونه کوي. د بشري حقوقو فعالین وايي چې نن د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ کسه وژل شوي دي. د بشري حقوقو سازمان وايي چې د حمص پر ښار او دغه راز نورو جنوبي او شمالي سیمو پر کلیوو باندي د څلورمې اونۍ دپاره بمبارۍ ادامه لري. د حمص ښار تلفات ۴۴ کسو ته رسېږي.

د سوریې د حکومت مخالفین وايي چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۶ میرمنې او لس ماشومان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG