د لاس رسي وړ اتصالات

روسي او امریکايي چارواکي به د سوریې د بحران د حلولو په موخه سره وګوري


په سوریې کې مخالف فعالین وايي چې د سوریې پوځ د دمشق په دوو سیمو باندې بمبارۍ کړي دي او دغو سیمو ته نږدې یې اضافي پوځیان ځاي پرځاي کړي دي.

د سوریې د بشري حقوقو د څارنې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې نن پوځ د دمشق د ښار په جنوب لویدیځي برخې کې په هغو دوو سیمو باندې د راکټونو وار کړی دی چې د یاغیانو په لاس کې دي. دغه ډله وايي چې ویره لري چې دغو سیمو ته د اضافي عسکرو استول دا مانا درلودی شي چې پوځ د ځمکنۍ برید امادګي نیسي.

نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن وویل چې امریکايي او روسي چارواکي به په راتلونکو څو اوونیو کې د یو بل سره وګوري تر څو د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره د ګډ کارکولو لارې چارې پیدا کړي.

هیلري کلنټن وویل چې په هغه خبرو کې چې پرون د هغې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاورف او د ملګرو ملتونو او عربې ټولنې د استازي، لحضر براهیمي سره وشوې کوم پرمختګ نه دی شوی.

دغه خبرې په ایرلند کې د دغو درییو کسانو ترمنځ وشوي. خو هغې وویل چې په خبرو کې په دې موافقه وشوې چې امریکا او روسیه به د کښتې کچې ډلې جوړوي او د براهیمي سره به د تشدد د ختمولو په ممکنه لارو خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG