د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې باندې د پوځي اقداماتو خبرداری


فرانسې ویلي دي که چیرته د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د سولې پلان کار ورنکړي او تشدد ادامه پیدا کړي نو ملګرو ملتونو ته پکار ده چې په نورو سختو اقداماتو باندې هم غور وکړي.

دغه هیواد پرون د چارشنبې په ورځ په سوریې کې د پوځي مداخلې د امکاناتو خبره هم راپورته کړیده.

په سوریې کې د بشار الاسد د طرفدارو ځواکونو او یاغیانو تر منځ د اوربند سره سره، جګړو او نښتو زور اخیستی او په همدې خاطر د نړیوالې ټولنې حوصله هم مخ په ختمیدو ده.

بل پلو مبارزین وایي چې حکومتي ځواکونو پرون د چارشنبې په ورځ لږ تر لږه 29 ملکیان وژلي دي چې دولس یې د حما په ښار باندې د توپونو په ډزو کې وژل شویدي.

یاغیانو هم په حکومتي ځواکونو باندې بریدونه کړیدي او لږ تر لږه تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې ویلي دي چې هیواد یې د ملګرو ملتونو د منشور د اووم پارونکي فصل په سر خبرې کړیدي چې د نړۍ د نورو قدرت لرونکو هیوادونو سره یو ځای د پوځي مداخلې پر مټ تطبیق کیدلی شي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن تیره اونۍ ویلي ؤ چې ملګرو ملتونو ته پکار ده چې د سوریې په چارواکو باندې د سفر کولو او مالي بندیزونو تر څنګ د وسلو د نه خرڅولو بندیز هم ولګوي خو هغې د پوځي اقداماتو په اړه څه نه ؤ ویلي.

د امریکا متحده ایالات د تیر یوه کال ر اپدیخوا په سوریې باندې د پوځي مداخلې سره مخالفت ښودلی دی.

رپوټ وایي چې چین او روسیه هم امکان لري په سوریې باندې د پوځي اقدام کولو سره مخالفت وښیي ځکه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دوه دایمي غړو په حیث هغوي دوه ځله د خپل ویټو کولو د قدرت پر مټ سوریې د محکوم کولو نه بچ کړیده او هم یې د پوځي مداخلې سره مخالفت ښودلی دی.

لویدیځ هیوادونه هم دیته زړه نه ښه کوي چې سوریې ته پوځیان واستوي. او ټولو ډلو د ملګرو ملتونو د خاص استازي کوفي عنان د سولې د پلان سره ملاتړ ښودلی دی.

د ښاغلي عنان د سولې په پلان کې غوښتل شویدي چې لومړی دې اوربند وشي او د ستونزې د سیاسي حل لپاره دې تر هغې وروسته د سوریې حکومت او یاغیان سره خبرو ته کښیني.

په سوریې کې په روان تشدد کې چې دیارلس میاشتې کیږي پیل شویدی، تر اوسه د 9 زرو نه زیات کسان وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG