د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې قواوو د حما پر ښار خونړی برید وکړ


د سوریې قواوو د حما پر ښار خونړی برید وکړ

د سوریې قواوو د حما پر ښار خونړی برید وکړ

په سوریه کې، مبارزین اوعیني شاهدان وایي د پوځ ټانکونه نن سهار د حما په ښار ورغلل او ٢٣ کسه یې ووژل. مګر ښایي چې ددې شمیر نه هم زیات کسان وژل شوي وي.

عیني شاهدان وایي چې د حما په ښار کې چې د جمهور رییس بشارالاسد په ضد پکې پراخې مظاهرې کیږي، د ټوپکو سختې ډزې وشوې.

مبارزین وایي ښاغلی اسد کوښښ کوي چې غټ سوله ایز پاڅونونه مات کړي. دغه پاڅونونه د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې، د جمهورریس اسد د یوولس کلنې دورې د ختمولو په مقصد پیل شویدي.

د بشری حقوقو ډلې وایي د سوریی قواوو لږتر لږه ۱۶۰۰ ولسي خلک، د حکومتي ناراضیانو د ځپلو په لړ کې وژلي دي.

حکومت د تشدد د ډیرو دغسې پیښو ملامتي په تروستانو او جګړه مارانو اچوي. خو دوی وایي چې امنیتي قواوو په سوریه کې سلګونه خلک وژلي دي.

په سوریه کې ددغو ادعاګانو تصدیقول ځکه سخت دي چې حکومت خارجي خبریالان نه پریږدي چې په دغه ملک کې ازاد سفر وکړي او رپوټ ورکړي.

فرانسې په دې شپو ورځو کې د سوریې د حکومت دغه عمل چې درګرده ولسي خلک وژني او نیسی یې، ظالمانه عمل وباله او هغه یې وغانده.

وروسته د سوریی خارجه وزارت یو بیان خپور کړ چې د امریکا او فرانسی سفیران د حکومت د اجازې نه پرته د سوریې د پایتخت نه بهر سفر نه شي کولی.

دغو دوه سفیرانو، ددې میاشتې په شروع کې، د حمس ښار ته چې جنګونه په کې شوي وو، د ښاریانو سره د خواخوږی ښودلو دپاره سفر کړی و او له کبله یې د سوریې مامورین په قارشوي وو.

XS
SM
MD
LG