د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې یوه نظامي الوتکه رالوېدلې ده


د سوریې یوه نظامی هلیکوبتره نن د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې دمشق په مربوطاتو کې راولوېده. دا په داسي حال کې ده چې په سیمه کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ سختې نښې روانې دي.

د سوریې حکومتي تلویزون نن د دوشنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې یوه هلیکوبتره یې په دمشق کې رالوېدلې ده خو په دې هکله یې نور جزیات ورنکړل.

ځیني ریپوټونه وايي چې دغه هلیکوبتره د مخالفینو له خوا راغورځول شوې ده. په سیمه کې د موبایل له لارې اخیستل شوې وېډیو ښيي چې یوه هلیکوبتر چې اور یې اخیستی دی رالوېږي.

په بریتانیې کې میشت د سوریې د بشري حقوقو د څار ډله وايي چې دغه هلیکوبتر د پلازمېنې دمشق د جبور په سیمه کې رالوېدلې ده.
XS
SM
MD
LG