د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې یو غټ روغتون وتړل شو


د بې سرحده ډاکټرانو نړیواله اداره وایي چې د سوریې په شمال کې د حلب په ښار کې یو غټ روغتون پدې خاطر تړل شوی چې تیره اوونۍ پرې دوه ځله بمباري وشوه.

د حلب ښار چې د سوریې د حکومتي ځواکونو او یاغیانوتر منځ ویشل شوی، د 2012 کال راپدیخوا پکې سختې جګړې روانې دي او تشدد ورځ په ورځ پکې زور اخلي.

رپوټ وایي چې د سوريي حکومتي ځواکونو په هغو سیمو د چاودیدونکي موادو نه ډک بیلري بمونه اچوي چې د یاغیانو په لاس کې دي او په زرګونه خلک یې وژلي دي او بل پلو بیا یاغیان د حکومت تر کنترو لاندې سیمو په بمبارۍ کې سل ګونه خلک وژلي دي.

د سوریې حکومتي ځواکونو د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د حلب په ښار کې یوه ښوونځي ته نږدې هوایي برید وکړ او 7 تنه یې ووژل چې ماشومان هم پکې شامل و.

د بې سرحده ډاکټرانو نړیواله ادراه وایی چې پدې جګړې کې قصداً په روغتونونو بریدونه کیږي ځکه په جګړې کې ښکیلي ډلې غواړي چې عام خلک وکړThe

تړل شوی روغتون د ساخور په ولسوالۍ کې پروت دی چې کنترول یې د یاغیانو په لاس کې دی. پدې روغتون کې د شاوخوا څلویښت زره کسانو ضروري خدمتونه برابري. د بې سرحده ډاکټرانو اداره وایي چې یوازې تیره میاشت هغوي پدې روغتون کې د درې سوو کسانو عملیات ترسره کړیدي.

دوي وایي تر اوسه نده معلومه چې څه وخت به دا روغتون بیرته فعال شي.

XS
SM
MD
LG