د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې جمهور رئیس د ایراني چارواکو سره ملاقات کړیدی


د سوریې جمهور رئیس د ایراني چارواکو سره ملاقات کړیدی
د سوریې جمهور رئیس د ایراني چارواکو سره ملاقات کړیدی

د سوریې جمهوررئیس بشار اسد ایران ته تللی او د هغه ملک د جمهوررئیس محمود احمدي نژاد سره ګوري.

ویل کیږي دغه دواړه مشران به په دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسالو باندي بحثونه وکړي.

ټاکل شوې دسوریې جمهوررئیس د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه یي سره هم وګوري.

ښاغلی اسد فقط څو ورځي وروسته له هغه ایران ته تللی چی د عراق پخواني صدراعظم ( ایاد علوي ) سوریې ته سفر وکړ او د منځني ختیځ د مشرانو نه یې وغوښتل چی ایران دې ته مجبور کړي چی د عراق په سیاسي چارو کي مداخله ونه کړي.

د ( عراقیه ) په نامه د ښاغلي علوي سیاسي ډله هلي ځلي کوي چی د عراق د بل حکومت په جوړولو کي زیات ملاتړ تر لاسه کړي او هغه سیاسي خنډونه لیري کړي چی د تیر مارچ د میاشتي را پدې خوا دوام لري.

د ښاغلي علوي ډلي د مارچ د میاشتي په پارلماني انتخاباتو کي زیاتي چوکۍ وگټلې او د سني مسلمانانو ملاتړ یې هم ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG