د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د سوریې سره د مرستې ادعا رد کړه


ایران د سوریې سره د مرستې ادعا رد کړه

ایران د سوریې سره د مرستې ادعا رد کړه

اېران د غرب هغه ادعاګانې رد کړېدي چې وايي له سورېې سره مرسته کوي چې دمخالفېنو خلاف سخت اقدامات وکړي اولوژېستېکي ملاتړورته برابروي.

دسورېې ناکرارېو د اېران دغه انډېوال حکومت په سېمه کې کمزوری کړېدی. خو داېران چارواکی له دېنه انکار کوی چې دوی د بشارالاسد له رژېم سره مرسته کوی.

دبرتانېې اوامرېکا چارواکی وايی چې دوی باوری شواهد دخپلو ادعاګانو دملاتړ لپاره لری. دسورېې ددېموکراسی پلوي مبارزېن هم دغه ادعا تائېدوی. په دې جمله کې اسامه مناجد داسی وايی

" ... دتهران د پولېسو رئېس د څو اونېو لپاره سورېې ته راغلی و او د کورنېو چارو په وزارت کې ېې لارښوونی اومرسته کوله چې د بلواګانو دکرارولو په ستراتېژیو کې همکاری وکړی. موږ دلته هغه ډېرې ستراتېژی لېدلی دی چې دوی په اېران کې د شنه انقلاب د ځپلو په برخه کې استعمالولی. )

رپوټ وايی چې اېران تر زېاتی اندازې پورې، په عربی دنېا کې د پراخو بدلونو نو لپاره غږ کړېدی. خو دسورېې په برخه کې ېې خط راکاږلی دی او له هغه نه تېرېږی . اېران همدغه کار په 2009 م کال د اېرانېانو له خوانه د شنه انقلاب د مظاهره چېانو په برخه کې هم کړی و.

ددې لپاره ېوډېر بنېادی دلېل دادی چې د سورېې حآکمه طبقه او دهغوی سره نښتی کړۍ د علوېت شېعه ګان د اېران ملاتړ کوی ؛ ځکه په نوره عربی نړۍ د سنېانو واکمنی ده. له بل پلوه د سورېې په روانو شخړو کې د سورېې حکومت دېته اړباسلی دی چې د شېعه او سنی د تفرقې له حربی نه هم ګټه واخلی. پروفېسور نجېب غادبېان دارکنساس په پوهنتون کې ، استاد د سورېې ددېموکراسی طرفدارپه دې برخه کې وايی چی دبشار الاسد رژېم دا کوشش کو ی چې خودسورېې مظاهره چېان د اسد درژېم له دی حربی سره سخت مخالفت کوی چې دېنی تفرقه پکې واچوی.

".. . موږ دا وېنو چې حکومت دوېری او ترهی له تاکتېک نه کار اخلی او وايی که چېرې په سورېه کې بدلونونه راشی نو د علوېت ټول قوم به ترېنه متضرر شی. خو زموږ پېغام او د سورېې د ځوانانو پېغام خلکو ته دډاډ ورکول دی اود ا نورو په څېر دعلوېانو لپاره هم دی. ځکه په سورېه کې دغه ټولواکی رژېم تقرېبا ټولوته تاوان ور اړولی دی. )

پروفېسور نجېب وایی چی په علوېانوکې ېوازې د اسد دکورنی څومحدودو کسانو ته ددغه رژېم ګټه رسېدلی ده، ټولو شېعه ګانو ته هم نده رسېدلی.

رپوټ وايی چې د بشارالاسد رژېم په دې برخه کې داېران کلک ملاتړ کوی چې داسراېېلو خلاف هغه څه جوړ کړي چې دوی ورته " د مقاومت کرښه " وايی. په دې برخه کې اېران اوسورېې دواړو سره حزب الله هم لاس ېوکړېدی. خو ېوشمېر ماهران داسی فکر کوی چې که دسورېې رژېم خپلې پښی په سېمه کې ټېنګی نکړی شی نو اېران به دېت اړشی چې په دې کې بله لاره غوره کړی چې څنګه په دې سېمه کې خپل اثر اورسوخ مظبوط کاندی. اسامه مناجد په دې برخه کې داسی وايی

"... داېران نفوذ طبعا په سېمه کېی دسورېې له لارې دی. که چېرې دوی دسورېې د رژېم نسکورېدل کنترول نکړی شی او د بشارالاسد رژېم په سورېه کې نسکور شی نو اېران به په سېمه کې دلاس مرغۍ ېعنی حزب الله خوندی وساتي. )

رپوټ وايی چې حزب الله په دې تېره اونی کې په سېمه کې غټ بری ترلاسه کړ، او د لبنان په نوی کابېنه کې ېې غټ اکثرېت دخپل ګوند وزېران دی.

رپوټ وايی چې داېران چارواکی هغه ادعاګانی ردوی چې وايی اېران دسورېې په چاروکې دېوانډېوال هېواد په توګه لتاړ دی. اېران ددغو ادعاګانو په برخه کې وايی چې دادغرب پروپاګند د ی چی له نورو مساېلو نه تو جه بلی خواته واړوی، په عربی دنېاکې جنجال راپورته کړی او په سېمه کې داسراېېلو ګټی پر مخ بوزی.

له بل پلوه د سورېې حکومت خپلې دې ادعاته ادامه ورکوی چې له دوی سره دخپلوخلکو ملاتړ ملګری دی.

XS
SM
MD
LG