د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا لري چې د سوریې یو پیلوټ یې نیولی دی


راپورونه وايي، چې د سوریې یوه جنګي الوتکه د جمعې په ورځ د دمشق په جنوب ختیځه برخه کې وغورځېدله؛ اوس د داعش جګړه ماران ادعا لري چې، د دغې الوتکې پیلوټ یې ژوندی نیولی او له هغوی سره دی.

د اماق یوه وپياڼه، چې د داعش ډلې سره تړاو لري وايي "د پيلوټ نوم عظام عید دی او هغه دمشق ته نژدې د الوتکې له غورځېدو وروسته په فراشوټ کې ښکته شوی و، چې ونیول شو. "

په ویبپاڼې کې یوه ویډیو هم خپره شوې چې په کې د MiG-23 یوه الوتکه نسکوره ښودل کیږي او ویل کیږي، چې الوتکه په توغندي وېشتل شوې ده.

په تصویرونو د الوتکې په شاوخوا کې د داعش جنګیالي او د دغې ډلې بیرغونه هم ښکاري، په نسکورې شوې الوتکې د سوریې سوځېدلی بیرغ هم لیدل کیږي.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو ډله وايي، چې یوه حکومتي الوتکه د داعش تر کنترول لاندې سیمې کې غورځېدلې ده، خو نه وايي چې الوتکه وېشتل شوې که او په خپله غورځېدلې ده.

تراوسه د سوریې حکومتي چارواکو نه د الوتکې په اړه څه ویلي او نه هم د داعش د ادعا په اړه، چې د سوریې یو پیلوټ یې ژوندی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG