د لاس رسي وړ اتصالات

په سوريه کې د داعش بریدونو نژدې ۱۰۰ووژل


په دغو پېښو کې لسګونه نور کسان هم ژوبل شوي دي، چې ډېر یې ولسي خلک دي
په دغو پېښو کې لسګونه نور کسان هم ژوبل شوي دي، چې ډېر یې ولسي خلک دي

په سوریه کې په یوځانمرګي برید او نورو چادونو او بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د سوریې دولتي تلویزون او د بشري حقونو د څار ډله وايي چې بریدونه او چاودنې د دوشنبې په ورځ په دوو ساحلي ښارونو کې شوي دي.

لومړنۍ پېښه د مدیتراني په څنډه کې د جبله په ښار کې وشوه، د سوريې دولتي اژانس، سنا، وايي درې توغندي د ګاډو په یو تمځای کې ولګېدل. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۳ تنه ووژل شول.

د ترتوس په ښار کې بیا یو ځانمرګی برید او دوه چاودنې شوي دي. د بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن دا "خورا خطرناک" بریدونه یاد کړل.

د سوريې دولتي اژانس، سنا د راپور په اساس لومړی ځانمرګی وشو او بیا ورپسې د موټر بمب برید او نورې چاودنې وشوې. ښاغلی رامي وايي، چې په دغو بریدونو کې ۴۸ تنه ووژل شول.

په دغو پېښو کې لسګونه نور کسان هم ژوبل شوي دي، چې ډېر یې ولسي خلک دي.

د داعش سره تړلې یو خبري ویب سایټ د دغو بریدونو مسولیت اخیستی دی. د اماق خبري اژانس په خپل ټویټر کې لیکلي " د داعش جګړه مارانو د سوریي په ساحلي ښارونو، ترتوس او جبله، کې د علویانو پر غونډو بریدونه کړي دي."

علوي د سوریې شعیه لږګي دي او ولسمشر بشارالاسد هم علوي دی.

XS
SM
MD
LG