د لاس رسي وړ اتصالات

په یو برید کې د سوریې ۵۶ حکومتي سرتیري ووژل شول


پېښه د سوریې د ادلیب ایالت د ابو ظهور په هوايي ډګر کې شوې ده.
پېښه د سوریې د ادلیب ایالت د ابو ظهور په هوايي ډګر کې شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي اسلامي تندلارو ډلو د ادلیب په ایالت کې د امنیتي ځواکوانو ۵۶ غړي وژلي دي.

دغه اداره وایي چې د سوریې د حکومت دا عسکر د ابو ظهور په پوځي هوایي ډګر کې په ډله ایزه توګه وژل شوي دي.

د ابو ظهور پوځي هوایي ډګر د ادلیب په ایالت کې د سوریې د حکومتي ځواکونو وروستی قوي مرکز وه چې د همدې میاشتې په نهمې نیټې یاغیانو ونیوه.

دا ډول وژنې پخوا یوازې د اسلامي دولت یا داعش ډلې کولې، خو اوس ویل کیږي چې دا ډله ایزه وژنه به د النصره جبهې کړې وي.

دغه ډله د القاعده د شبکې سره اړیکې لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي پېښه، د همدغې اوونۍ په پای کې شوې وه، خو د وژل شویو عسکرو د ارقامو تایدولو څو ورځې ونیولې.

د ادلیب د ټول ایالت کنترول اوس د همدې جبهې په لاس کې دی چې وخت ناوخته د نورو اسلامي ډلو سره هم د قدرت پر سر جګړې کوي.

په سوریې کې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې کورنی جنګ روان دی چې تر دې دمه په کې ۲۵۰زره سوریایان وژل شوي او څه باندې څلور میلیونه نور مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG