د لاس رسي وړ اتصالات

چین روسیې او ایران د سوریې په هکله د استانبول په غونډه کې برخه وانه خیسته


د ترکیې د استانبول په ښار کې د سوریې په هکله یو نړیوال کنفرانس جوړ شو چې په کښي د ګن شمیر هیوادونو استاځو برخه اخیستې وه. د غونډې ګډونوالو غوښتل چې د یوې نوې سوریې د رامنځ ته کیدو دپاره لازیات جدي بندیزونه ولګول شي او پر ولسمشر بشرلاسد باندي نور ډیپلوماتیک فشار وارد شي.

په عین حال کې د بیلابیلو هیوادونو استاځو د سوریې د مخالفینو څخه هم وغوښتل چې د اوسني نظام په مقابل کې دي د سوریې د خلګو دپاره یو ډیموکراتیک بدیل وړاندي کړي خو په دې غونډه کې چین روسیې او ایران برخه نه وه اخیستې. دغه درې هیوادونه د سوریې د مشر بشرالاسد پلویان دي او د لویدیځ او عربونو هیوادونو د پلان د څرنګوالي سره چې د دې خونړۍ شخړې مخنیوی څنګه وشي، مخالفت لري. دغه غونډه په داسي حال کې کېږي چې اوس هم په سوریه کې تشدد ادامه لري.

د امریکا د باندنیو چارو وزیره هم د هغو هیوادونو د استاځو په ډله کې وه چې د سوریې په هکله یې د استانبول په یوه ورځنیز کنفرانس کې برخه اخیستې وه. ددې نړیوالې غونډې کوربه توب د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوګان کوی.

په غونډه کې د سوریې د ملي شورا استاځو هم ګډون کړی و چې نړیوال په دې قانع کړي چې دوي به خپل منځني اختلافات یوې خواته پرېږدي او یو داسي هیواد به رامنځ ته کړي چې د اوسني رجیم سره توپیر ولري چیري چې خلګ نشي کولای په آزاده نظرونه څرګند کړي.

تر دغه دمه د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د خاص استاځي په ملاتړ چې کوم د سولې پلان وړاندي شوی، نتیجه یې نه ده ورکړې.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن داسي وویل: ،،هم دا نن چې مونږ او تاسي خبري کوو، د سوریې د رژیم ځواکونه په دوامداره توګه ملکیان په نښه کوي، سیمې یې د مرستو پر وړاندې بندي کړي او د عبادت ځایونه په نښه کوي. نن مونږ او متحدو وزیرانو پر دې باندي هوکړه وکړه چې په کار ده په سوریه کې تشدد سمدستي ودریږي او مونږ د خاص استاځي کوفی عنان څخه وغوښتل چې د راتلونکو اقداماتو دپاره وخت تعین کړي.،،

میرمن کلینټن زیاته کړه چې امریکا تر دغه دمه هڅه کړې چې د سوریې شخړه د ډیپلوماتیک فشار له لارې حل کړي خو پر دې یې هم ټینګار وکړ چې امریکا د سوریې د مخالفینو څخه غواړي چې نور اقدامات هم وکړي.،،زمونږ دریځ دا دی چې بشرلااسد باید قدرت پریږدي. د هغه په حضور کې به د دې امکانات ډیر لږ وي چې مزاکرات وشي. خو اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې مونږ په دې پوه شو چې د سوریې مخالفین څه کولای شي. دوي به د کومو اقداماتو پلویان وي.،،

د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ بیا داسي وايي: ،،مونږ د کوفي عنان د سولې د پلان څخه ملاتړ کوو چې موخه یې د سیاسي عبوري بهیر رامنځ ته کول دي خو په داسي حال کې چې بشرالاسد دغه پلان منلې دی اوس هم په سوریه کې د خلګو پر ضد تشدد ادامه لري. دا د نه منلو وړ خبره ده. د ترکیې د کنفرانس یو پیغام به دا وي چې ښکیلې خواوو دي هڅه وکړي چې د کوفي عنان د سولې پلان پلي کړي.،،

د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګایډو ویسټر ویل داسي وویل: ،،زه فکر کوم چې دغه غونډه ډیره مهمه ده او دا د سوریې دپاره یوه حساسه شیبه ده. مونږ ټول پر دې سلا یوو چې د اسد د رژیم ظلم په هیڅ ډول د منلووړ نه دی. مونږ به هم په سیاسي حل لارې پسي ګرځو او هم به بندیزونه زیاتوو چې تشدد بند سي.،،

خو په سوریه کې دننه د بشرلاسد مخالفین او طرفداران یې دواړه د ترکیې د غونډې سره مخالفت لري.

حسین چې په سوریه کې ټولنیز فعال او د بشرالاسد مخالف دی داسي وايي: ،،د داسي کنفرانس هیڅ ضرورت نشته، په داسي حال کې چې کوفي عنان اخته دی هلې ځلې کوي. مونږ باید کوښښ ونکړو چې د کوفي عنان کار اخلال کړو. د سوریې د ملګرو غونډه چې په ترکیه کې ده همدغه کار کوي.،،

د دمشق یوه اوسیدونکې بیا چې د بشرالاسد پلوۍ ده داسي وايي: ،،دا د سوریې ملګري نه دي بلکې د سوریې دښمنان دي. دوي مشروعیت نلري.،،

په داسي حال کې چې د بشرالاسد رژیم د کوفی کنان د پلان سره هوکړه کړې ده، اوس هم په دغه هیواد کې د خلګو پر ضد تشدد ادامه لري او د ضرورت وړ سیمو ته خیریه موسسې نشي ورتلای چې د اړو خلګو سره بشري مرستې وکړي چې دا د عنان د سولې د پلان یوه مهمه برخه وه. د ملګرو ملتونو د شیمر له مخې تر اوسه پوري د سوریې په شخړه کې د ۹ زرو نه زیات خلګ وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG