د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت د پنجشنبې په ورځ ګاونډي هیواد اوردن ته خبرداری ورکړی چې دغه هیواد په دې خاطر چې آمریکا او نورو هیوادونو ته یې اجازه ورکړې ده چې د سوریې مخالفین وروزي، د اور سره لوبې کوي.

اوردن په عربي نړۍ کې د امریکا تر ټولو نږدې ملګری هیواد دی او تل یې دا اندېښنه څرګنده کړې چې د بشرالاسد حکومت ښايي پر دغه هیواد باندي انتقامي برید وکړي ځکه دغه هیواد د سوریې د مخالفینو څخه ملاتړ کوي.

که څه هم د پنجشنبې د ورځې خبرداری د اوردني چارواکو له خوا بې اهمیت وګڼل سو او پرې د سوریې د حکومتي رسنیو د پروپاګند نوم کښېښودل شو، خو د سوریې خبرداری د اوردن اندېښنې لازیاتې کوي.

د سوریې حکومتي تلویزون وویل چې د امریکايي مطبوعاتو څخه افشا سوي ریپوټونه ښيي چې اوردن د ترهګرو په روزلو کې لاس لري او سوریې ته په ننوتلو کې د دوي سره مرسته کوي. د سوریې حکومتي راډیو بیا وویل چې اوردن د دې کار په کولو سره د اور سره لوبې کوي.
XS
SM
MD
LG