د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې او لیبیا کې د شخړو تازه حال


په سوریې او لیبیا کې د شخړو تازه حال
په سوریې او لیبیا کې د شخړو تازه حال

د سوریې چارواکو په ټول ملک کي په مظاهره چیانو باندي نوري حملې هم کړي او فعالینو ویلي دي چي د مارچ د میاشتی را پدې خوا چی دغه مظاهرې پیل شوي دي، چارواکو څه د پاسه 9 زره تنه نیولي دي.

عیني شاهدانو پرون د سه شنبې په ورځ د پایتخت دمشق په اطرافو کي د

( مادامیه ) په سیمه کي د توپکو ډزي په داسي حال کي اوردلي دي چي عسکرو په دې ښار کي کور په کور تلاشي کوله. چارواکو هغو ښارونو ته چي زیاتي مظاهرې په کي کیږي، عسکري ټانکونه استولي او مخابرات یې قطع کړي دي.

د مظاهره چیانو دا وروستۍ ځپنه په داسي حال کي کیږي چي اروپایي اتحاد د جمهوررئیس بشار اسد په ١٣ نژدې چارواکو باندي بندیزونه ولګول چی په حکومت باندي فشار واچوي چي د مظاهره چیانو په مقابل کي خپلي د تشدد پالیسۍ ته تغییر ورکړي.

دا بندیزونه چي سمدستي نافذ شول، خپله په جمهوررئیس باندي نه دي لګیدلي.

له بلې خوا:

پرون د سه شنبې په ورځ د ناتو بمباریو د لیبیا پایتخت ( تریپولي ) ولړزاوه او یاغیانو ادعا کړې چي د لویدیځ په خوا یې پرمختګ کړی دی.

په سوریې او لیبیا کې د شخړو تازه حال
په سوریې او لیبیا کې د شخړو تازه حال

د ناتو اتحاد وایي چي هوایي حملې یې د حکومتي قواو د نظامي قوماندې او کنټرول په ودانۍ باندي کړيدي. د سیمي اوسیدونکو ویلي دي چي یو بم په هغی ودانۍ کي وچول سو چي د اردو د استخباراتو د ادارې له خوا استعمالیږي.

د ناتو چارواکو یو وار بیا دا ونه منل چي دوي د لیبیا مشر معمر قدافي په نښه کړی و، مګر د یوې حملې نه وروسته د هغه ځاي نه دودونه راپورته سول چي فکر کیږی د ښاغلي قدافي هستوګنځی و.

د لیبیا حکومت ژورنالیستان د هغي وراني شوي ودانۍ کتلو ته وروبلل چي د پارلمان له خوا استعمالیږي او یو روغتون یې هم ور ښکاره کړ چي د کړکیو ماتي شوي ښیښې هره خوا خپرې وې.

XS
SM
MD
LG