د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې اصرار اسد ته د سوریې په راتلونکې کې لاره خلاصه کړه


د سوریې مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو په ملاتړ هغه پلان رد کړی دی چې غواړي په سوریه کې سیاسي عبوري بهیر رامنځ ته کړي. دوي وايي چې دغه پلان نامعلومه او د خجالت وړ دی. دوي د بشرالاسد سره د قدرت د شریکولو هر ډول امکان رد کړی دی.

په پاریس کې میشتې د سوریې د ملي شورا ویاندې بسما کودمني نن د یکشنبې په ورځ وویل چې د سوریې خلګ به په هیڅ دول سیاسي بهیر کې برخه وانخلي په داسي حال کې چې د خلګو وژنې ادامه وموندي.

یو ورځ مخکي په لسکونو تنه خلګ ووژل شول چې په کښي د پلازمېنې دمشق پېښه هم شامله وه چیري چې لږ تر لږه ۳۰ کسه د یوې زورورې چاودنې په لړ کې ووژل شول. فعالینو د چاودنې پړه پر حکومتي ځواکونو ورواچوله.

د سوریې مخالفینو ویلي دي چې په دغه هیواد کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې نږدې ۸۰۰ کسه وژل شوي دي چې دا د بشرالاسد پرضد په ۱۶ میاشتني پاڅون کې تر ټولو خونړۍ اونۍ وه.

یوه نړیوال کنفرانس چې په جنیوا کې د شنبې په ورځ دایر شوی وو پر دې یې موافقه وکړه چې د کوفي عنان په وړاندیز په سوریې کې یو انتقالي حکومت رامنځ ته کړي خو د روسیې د اصرار له وجې په موقتي حکومت کې د سوریې د ولسمشر اسد دپاره لاره خلاصه پاته شوه.

XS
SM
MD
LG